افغانستان

لويې څارنوالۍ د کابل ښاروالۍ ۱۱۰ کارګران ممنوع الخروج اعلان کړل

نن ټکی اسیا (سې شنبه، چنګاښ ۲۹مه ۱۳۹۵ل): لويې څارنوالۍ د کابل ښاروالۍ لوړپوړي او منځپوړي چارواکي د فساد په تور ممنوع الخروج اعلان کړل.

د لويې څارنوالۍ وياند عبدالبصير عزيزي رسنيو ته وويل، چې د دغو کسانو د فساد دوسيو د څېړنو لپاره يو کميسيون ټاکل شوی او د کميسيون له پايلې وروسته به يې په اړه پرېکړه کېږي.

ښاغلي عزيزي د تورنو کسانو هويت او په دې اړه د نورو معلوماتو ورکول د قانون خلاف بللي او زياته کړې يې ده، چې په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

د نورو ادارو په ګډون د کابل ښاروالۍ پر چارواکو هم نيوکې کېږي، چې ډېری کړنې د قانون پر خلاف د زورواکانو او د هغو کسانو په خوښه ترسره کوي، چې د دوی په ګومارنه کې يې مرسته کړي وي.

د ښاروالۍ پر چارواکو تورونه دي، چې په اداري فساد کې ښکېل دي، له واکه ناوړه ګټه پورته کوي، د ځمکو په غصب او خلکو سره په چال چلند کې په ناغېړۍ او فساد تورن دي.

د حاجي عبدالاحد په نوم يو سوداګر نن ټکی اسيا ته وويل، چې څو کاله کيږي، په کابل ښار کې د يو سوداګريز مرکز د جوړېدو په موخه هڅې کوي، مګر ښاروالۍ ترې پرېمانه رشوت غواړي او د ده د کارونو پر وړاندې خنډونه راپورته کوي.

د حاجي عبدالاحد په وينا په کابل ښار کې يوازې هغه څوک لوړپوړيزې ودانۍ جوړولی شي، چې لوړپوړو چارواکو او زورواکانو سره اړيکه ولري او يا هم د ښاروالۍ مشرتابه ته پرېمانه رشوت ورکړي.

د کابل ښاروالۍ په اړه د فساد تورونه له پخوا راروان دي او په دې کې د نورو کارکوونکو په ګډون د ښاروالۍ مرستيال محمد فقير بهران او محمد ظاهر هم «د اداري فساد او له واکه د ناوړه ګټې اخيستو» په تور په درې کاله بند محکوم شوي وو.

د کابل ښاريان نيوکې کوي، که دوی په خپلو ځمکو کې هم ابادي کوي او د ښاروالۍ چارواکي د امنيتي حوزو مسوولين يې په تنګوي او پيسې ترې غواړي، مګر زورواکان کولای شي، چې هر وخت وغواړي، پردۍ ځمکې غصب کړي او ودانۍ پرې جوړې کړي.

د ښاريانو په وينا په دې فساد او غصب کې د ښاروالۍ چارواکي « شريک دي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x