افغانستان

جنرال نيکولسن: د طالبانو پر ضد «زموږ جګړه چټکه شوې»

نن ټکی اسیا (سې شنبه، چنګاښ ۲۹مه ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو مشر قوماندان جنرال جون نيکولسن وايي، چې د ولسمشر بارک اوباما له لوري د تازه سپارل شوو مسووليتونو سره د طالبانو پر ضد د امريکايي پوځيانو جګړې د پخوا په پرتله چټکې شوي او دوی اوس په هره سيمه کې د طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي عمليات کولای شي.

چنرال نيکولسن په بګرام پوځي مرکز کې امريکايي ورځپاڼې «يو ايس اې» ټوډې ته وويل: «موږ اوس د دې وړتيا او صلاحيتونه لرو، چې د طالبانو غونډې، مرکزونه او جنګيالي په نښه کړو او موږ هڅه کوو، چې د طالبانو مشرتابه د جګړو او بمباريو پر مټ له صحنې ګوښه کړو.»

د نوو واکونو سپارلو سره اوس امريکايي پوځيان کولای شي، چې «د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ» په موخه هر ځای ځمکني او هوايي عمليات وکړي.

د امريکايي رسنيو په وينا له تېرې اوږدې مودې راهيسې امريکايي پوځيانو يوازې هغه مهال عمليات کول، چې افغان حکومت ترې غوښتنه کړې وای او يا هم د امريکا ګټو ته مستقيم ګواښ متوجه وای.

جنرال نيکولسن زياتوي، چې دوی د طالبانو هغه مخور او اغېزمن مشران په نښه کوي، چې په جګړه کې مهم رول لري او دوی غواړي، چې د طالبانو د مشرانو په وژلو او بندي کولو دغه جګړه کمزورې کړي.

امريکايي پوځيانو ته د نوو واکونو د ورکولو سربېره بارک اوباما اعلان کړی، چې د ده د واکمنۍ تر پايه به په افغانستان کې ۸۴۰۰ امريکايي سرتيري پاتې وي او په جګړو کې به برخه اخلي.

په عين حال کې د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې په وروستيو جګړو کې د افغان امنيتي ځواکونو مرګ ژوبله ډېره شوې او دا کار د افغانستان لپاره د اندېښنې وړ دی.

د پوځي چارو شنونکي پر امريکايي پوځيانو نيوکې کوي، چې د جګړو پر مهال يې ملي اردو يوازې پرېښې ده.

د پوځي چارو کارپوه جنرال عتيق الله امرخېل وايي، چې د امنيتي تړون له لاسليک وروسته امريکايي او ناټو پوځيان تر خپلو اډو محدود شوي او يوازې د خپلو ګټو لپاره فعاليتونه کوي.

د ملي شورا غړي بيا پر دفاع وزارت او امريکايي چارواکو نيوکې کوي، چې د مخالفينو ضد جګړې لپاره خپلمنځي پوهاوی نه لري او د جګړې ټوله قرباني افغان ځواکونه ورکوي.

د ملي اردو يو شمېر سرچينې وايي، چې د امريکايي ځواکونو د نه مرستو سربېره په جګړه کې د ناکامۍ او افغان ځواکونو د زياتېدونکې مرګ ژوبلې يو لامل دا هم دی، چې جنرالان او لوړپوړي چارواکي د جګړې ډګر ته نه ورځي او عام عسکر يې د طالبانو بريدونو ته يوازې پرېښي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x