ادبي لیکني

ناوې ميرمن « ادبي ټوټه»

سپين کوچی

ناوې میرمن
دا واده پر دویم سهار
له لمانځه وروسته سره لاسونه خپل رب ته لپه کړل
او دعا یې وکړه
زلمي خاوند په خندا ترې وپوښتل :
زه دې په دعا کې یاد کړم ؟
ناوې انجلۍ مُسکۍ شوه
هو
ټوله دعا مې ستا په حق کې وکړه
شاوو وړکی
نو څه دې وویل ؟

ناوې انجلۍ
خپل رب ته مې سؤال وکړو چې :
یا ربه !
که د خپل خوږ خاوند لپاره د هغه د زړه خوشالي، سکون ، ارام او مینه نه ګرځم
نو
د زړه رنځ او درد مې هم ورته مه ګرځوي…!

وړکی یواځې په سترګو کې ناوې انجلۍ ته مُسک شو
او نور یې څه ونه ویل

ناوې ترې و پوښتل :
ولې دي زما پر دعا آمین ونکړ ؟!

وړکي په خندا ور غبرګه کړه :
د غم لورې !
زما په دواړو حالتونو کې قبوله یې …!!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x