شعـــــرونه

درنه مينه: عزیز الله حسيني

عزيز الله حسينی

ميني دې له کاره څخه وويستم
عشق دې له خپل ښاره څخه وويستم

کړم دې ستړى ستړى په مزلوباندى
ليددى له قراره څخه وويستم

کړمه دې شپونکي دلوړولوړوغرو
ژونددې له بازاره څخ وويستم

شولي راته سخت دزنکدن غوندې
سپم کې دې له تاره څخه وويستم

عشق دې له همزولوڅخه بيل کړمه
زه يې له کتاره څخه وويستم

کړمه دې خزان په طوفانې څپو
واردې له بهاره څخه وويستم

کړمه مسافردې دپردي وطن
زه دې له دياره څخه وويستم

خوندچې مې غزلوکې اوس نه ښکاري
داسې يې له واره څخه وويستم

ياد دحسيني مينى ملنګ کړمه
چم کې يې له شماره څخه وويستم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x