
غزل: سميع الله تړون
سميع الله تړون
اوبو ته کله هم په بوسو کې لار نه جوړيږي
زه ښه پوهېږم چې رقيب سره يار نه جوړيږي
څومره ساده دى په خپل زور يي سموي لګيا دى
زره زره به شې خو بنګ او چنار نه جوړيږي
د ننګ ککره نوره هم د دار په سر لوړه شي
د بې ننګۍ د ککرۍ سره دار نه جوړيږي
اوس ميږتون به يي تر کوره د تن غوښې چيچي
په ملا خوړلي ژور ټپ څخه مار نه جوړيږي
څوک چې د کهف د يارانو په قدم روان وي
د هغو زړونو کې له چا څخه ډار نه جوړيږي
څنګه مې ورور شي چې زما د سر دښمن ته وايي
بمونه غټ وروه بې له بمبار نه جوړيږي
د تړون زړه درڅخه دومره ژور ټپ خوړلى
درنه قربان شمه لوګى شمه زار نه جوړيږى
تړون