شعـــــرونه

خالي کوڅې: انجينر عبدالکبير طلائي

انجينر عبدالکبير طلائي

نن خالي حجرې ديرې دي ياران نشته
کلى وران ديرې سپيرې دي ياران نشته

د بنډار او د مجلس خوندونه لاړل
تش مبايل باندې نخرې دي ياران نشته

د ځوانۍ باغ د خزان باد دى وهلى
ژړ مخونه سترګې سرې دي ياران نشته

چه دا ورځ تر بلى زړونه مړاوى کيږي
راپسې د چا ښيرې دي ياران نشته

ډير خواږه ياران د مرګ په خوب ویدہ شوه
راته پاته ئې خاطرې دي ياران نشته

طلائي کبير خالي کوڅو کې ګرځي
ترې نه ډکې هديرې دي ياران نشته

عبدالکبير طلائي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x