ادبي لیکني

د لړم دوستي «لنډه کيسه»

 همایون بابر

د ځینو انسانانو په لیدو سره په مغزو کې زړې کېسې تازه کیږي، د ښوونځې په کتاب کې د لړم او کشپ “سنگ پشت” د دوستې په اړه مې لوستي و، یومهال د لړم او کشپ د دوستې په ترڅ کې د هغوي مخې ته لوی سیند راغې، قربانې ته اړتیا لیدل کیده، نو کشپ د خپلې خواخوږې له امله لړم پرشاه سپور کړترڅو يي له اوبو پورې باسي کله چې د دریاب منځته ورسیدل لړم د خپل زهرجن نیش څوکه د کشپ پرملا ښخه کړه کشپ وپوښتل چې داڅه کوي آیا دوستې همداسې وی ؟ لړم ځواب کې ويي څه وکړم، دا زما د طبیعت تقاضا ده…

د کابل ښار پروان دو په سېمه کې د دنګو بلډنګونو ترمنځ څه شمیر بیځایه شوي افغانان په ډیرو بدو شرایطو کې ژوند کوي، د دوی په منځ کې زهرا هغه اوه کلنه ماشومه وه چې پرمخ ېې لویه دانې ته ورته تومورموجود و، دغه بد شکلې زهرا د خپلو همزولانو له منځه منزوي کړي وه، زهرا به هره ورځ د پروان دو د موټرشوئې ترڅنګ خلکو ته سپېلنې دودول، ښوونځې ته ورتګ خوهغې ته یو خیال و ، سپېلنې ېې ځکه دودول چې کورنۍ خورا ناداره وه، د هغې په درمنله شاوخوا دری زره امریکاېې ډالر لګښت راته چې پلار ېې هیڅکله یاد لګښت پری کولو ته چمتو نه وو.

ناببره زهرا یوه ورځ د سپیلنې دودولو پرموکه په پلاستیک سرجن ډاکټر وربرابریږي ، هغه د شخصې روغتیاېې مرکز یوه تکړه جراح دی ، نوموړي د زهرا له پلار سره د مشورې وروسته د هغې عملیات ته په وړیا توګه ټټرډبوي.

خو د عملیات دمخه د مستند فلم جوړونکې غواړې د زهرا د مظلومیت کېسه په اروپا کې خلکوته د سکرین له لارې په مستنده بڼه وښيي.

داچې د فلم جوړونکې ډریور د بل قوم پوري تړاو درلود، فطرت يي د لړم وو، نه يي غوښتل چې یوې بیوزلې انجلۍ د مخ بده بڼه د ډاکټر په وړیا مرسته ورغول شي، نو ځکه ېې د مستند فلم عکاس ته د زهرا په اړه نا سم او دروغجن مالومات ورکړي ؤ.

کله چې زه کیږدي ته راننوتم عکاس رنګ سور لکه آناروو عکاس ویل: ” زه نه غواړم د چا د درواغو کېسه خپل ملت ته حکایت کړم”

ما ويي په یوه ثانیه کې څه پیښ شو؟ خو، هغه نه غوښتل د ډریور راز دمګړۍ ماته په ډاګه کړي، خوکله چې عکاس د جراح ډاکټر له خولې نه د زهرا د بیوزلې ټوله کېسه په مدوشد سره وارویده ګمان يي په یقین بدل شو، اوپوه شوچې د زهرا کورنۍ خورا غریبه ده، هغه د ندامت سر وښوراوه، او د ډریور د قومې تعصب ناروغۍ يي پرته له كوم علاج نه تشخیص کړه او په پای کې عکاس وویل: ” زه بخښنه غواړم، ماته ستاسو افغان ناسم مالومات راکړي ؤ.. “

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ذاکرالله ځلاند

اسلام علیکم ورحمت الله ډیره مننه کوم له تاسوڅخه چه ډیر خدمت کوئ دنن ټکی اسیا رسمی پانه می ډیره خوښیږی ډیر په زړه پوری معلومات پکی خپریږی الله دی اجرونه درکړی …په پای نړۍ مننه کووم ستاسو کشر ورور ذاکرالله ځلاند

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x