نن په انځورونو کي

لس خطرناكه څاروي

 

محيب رحمتي

په نړۍ كي تر انسان زياده خطرناك هيڅ نسته، خو د دې تر څنګ نن داسي لس څاروي در پېژنو چي له ويري خالي نه دي، اوهر كال د سلګونو خلكو ژوند اخلي

1

په نړۍ تر ټولو خطرناكو څارويو څخه په لسم نمبر يږ دى، داسي ښكاري چي دا به د انسان بهترين ملګرى وي، خو په شمالي امريكا كي هر كال دا ملګرى ګنل كېدونكى حيوان له 5 نيولې 10  كسانو د مرګ سبب كېږي

2

په نړۍ كي په نهم نمبر تر ټولو خطرناك حيوان په سمندر كي حكمراني كونكى عظيم الجثه سپين شارك ماهى دى، كه څه هم شارك ماهيان دومره بد نه دي لكه څومره چي په فلمونو كي ښودل كېږي، خو بيا هم هر كال شاوخوا 100 كسه خاماخا د ده تر غاښو تېرېږي،

3

په اتم نمبر د سمندري نړۍ څخه جيلي ماهى دى، چي د زياتو زهرو لرلو له امله هر كال په درځنو خلك د مرګ كندي ته رسوي

4

په اوم نمبر د اوبو اس ده، چي تر 4 فټو خلاصېدونكي خوله لري، دا حيوان هر كال له 100 تر 150 پوري د انسانانو ژوند اخلي

5

په شپږم نمبر ډېرى وخت د خپل ساتونكي ژوند اخستونكى حيوان هاتهي (فیل) دى

6

په نړۍ كي تر ټولو د غاښو ټينګ نيول د سمسارې دي، د خطرناكو څارويو په لړ كي په پنځم نمبر دى، دا هر كال د درځنو انسانانو ژوند اخلي

7

په څلورم نمبر د پيشي نسل حيوان يعني زمرى، پړانګ او نور دي، د دوى يوازي غږ د انسانو زړه راكاږي، خو بيا هم په نړۍ كي د كم شمير له امله تر ټولو مرګوني حيوان ده

8

پر درېيم نمبر باندي لړم دى، د خپل زهر لرونكي نېښ له امله د انسانانو پټ قاتل بلل كېږي، هر كال له 400 تر 500 څخه د زياتو انسانانو مرګ د دې ښكاره ثبوت دى

9

په دويم نمبر باندي مار دى، چي په نړۍ كي له 450 نسلونو څخه 250 نسلونه يې د انسان د مرګ صلاحيت لري، په افريقا، آسيا، او شمالي امريكا كي هر كال له 1000 نيولي تر 2000 پوري انسانان د مار د چيچلو له امله مري

10

تر ټولو په اول نمبر كي يو كوچنى الوتونكى دى، او هغه غوماشى دى، چي په ټولو نړۍ كي د مليريا، ډينګي، او نور جراثيم خپروي، چي له مله يې په زرګونو انسانان خپل ژوند له لاسه وركوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x