د لوی بدلون پر لور واړه ګامونه

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د لوی بدلون پر لور د وړو ګامونو د اخیستو لپاره لاندې ټکو ته پام وکړئ:

۱- هره ورځ سهار وختي له خوبه نیم ساعت مخکې پاڅئ او یا د شپې نیم ساعت مخکې ویده شئ، په دې نیم ساعت کې کولای شئ ډېر کارونه ترسره کړئ، سهارنۍ وخورئ، فکر وکړئ، مطالعه وکړئ او …

که هره ورځ نیم ساعت وروسته کار ځای ته رسېږئ او تر عصبي فشار لاندې راځئ، همدا نیم ساعت کولای شي له دې ستونزې مو خلاص کړي.

۲- هره ورځ درته خوندوره سهارنۍ برابره کړئ او دغه کار مو خپل عادت وګرځوئ.

۳- کار ته تر تلو مخکې له پنځو تر لسو دقیقو پورې له ځان سره فکر وکړئ او دا فکر د هغو کارونو لپاره وکاروئ چې غواړئ د ورځې په اوږدو کې یې ترسره کړئ، کولای شئ قلم او کاغذ له ځان سره ولرظ او خپل ذهني تصورات مو پرې ولیکئ.

۴- کوښښ وکړئ پر یوه ټاکلي وخت مو خپل خواړه وخورئ، د کار ډېروالی مو باید د دې لامل نه شي چې د ډوډۍ خوړلو وخت مو بدلون وکړي.

۵- د تلويزیون ډېر کتل او بې ضرورته پر کمپیوټر باندې وخت تېرول کم کړئ، که کله هم تلويزیون ګورئ، کوښښ وکړئ د خبرونو لور ته مه ځئ؛ ځکه د نړۍ ۹۹ سلنه خبرونه منفي دي او منفي خبرونه مو پر روحیاتو منفي اغېز کوي او دغه کار د دې لامل کېږي چې تاسو خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راشئ.

۶- ورځني کارونه مو په بله بڼه وکړئ؛ د مثال په ډول سهارنۍ ته مو بدلون ورکړئ، کوم څه مو چې پرون خوړلي، نن یې مه خورئ، په کومه لاره چې پرون پلي تللي یاست نن مه ځئ او کوښښ وکړئ چې په تلويزیون کې داسې خپرونې وګورئ چې تر اوسه مو نه دې کتلې.

۷- د یوې اونۍ لپاره نیم ساعت پلي وګرځئ، دا مه پلمه کوئ چې وخت نه لرئ، که یوه اونۍ کوښښ وکړئ او له ځان سره هوډ وکړئ چې دغه کار کوم، وروسته له یوې اونۍ به مو عادت وګرځي، دغه کار کولای شي چې د لویو ګامونو لپاره مقدمه شي.

۸- که دې زړه غواړي چې وزن دې کم شي، د ورځې دوه ګولې ډوډۍ کمه وخورئ، یوازې همدومره.

۹- که مو د خونې وسایل ډېر ګډوډ وي او نه شئ کولای منظم یې کړئ، کوښښ وکړئ په ورځ کې یو شی منظم کړئ.

۱۰- یو ښکلی شی وپېرئ او خپل ځان ته یې ډالۍ کړئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د