
ځانګړې کرښې « دريمه برخه»
ټولونه او زياتونه: رسول اشنا
نېک عمله : نېک عمله هغه کس دی چې ځان د خلکو له غیبونو څخه پاک نه ګڼي .
تاریخ : تاریخ یواځې د هغه کسانو په ذهن کې تکرارېږي چې په تاریخ نه پوهېږي،
یادونه : هغه څوک چې خپل غوره کار درې ځلې یاد کړی د خدای (ج) په وړاندې خپل اجر له لاسه ورکوي .
ویاړ : عجبا !ستا له سمندر څخه يې اخلي او په خپلو ویالو ویاړي .
خپلواک : خپلواک هغه څوک دی چې د غلامانو پېټي ته په ورین تندي اوږه ورکوي .
ښکلا : ښکلا په ښکلا مین زړه کې د لېدونکي د سترګو په پرتله ډېره ښکلې ده .
ژباړه : خبرې مانا لری مګر دا چې په خصلتونو سره وژباړل شي .
شرحه : شرحې ته اړتیا د متن په کمزورتیا تر ټولو غوره دلیل دی .
ایمان : ایمان له دلیل او برهان څخه لوړ قلبی معرفت دی .
دوستی : که غریب ېي ، له هغه چا سره دوستی مه کوه چی خلک د شتمنۍ په کچه سنجوی .
د زړه سوی وړ : هغه کس ډېر د زړه سوی وړ دی چې په جال کې د وریځې غوښتنه کوی چې په خپله په خټو او چکړو کې غرق وی .
تر ټولو کوچنی کس : په خلکو کې تر ټولو کوچنی کس هغه دی چې خپل خوبونه په طلایي او نقره يي ژبه ژباړی.
شرم : د شرم او حیا اغیز د ښکلا جاذبی ته نژدی دی .
واده : واده ژوند یا مرګ دی ، مینځنی حد نلری .
غلامی : غلامی له جسم څخه دمخه په فکر کې ځای نیسی .
سینګار :سینګار په خپله ناوړه بڼه اقرار دی .
تقوا : تقوا ، کل ته د حز تسلیمېدلو ته واېي .
واټن : د عاقلانو او لیونیانو مینځ واټن د غڼې د تار له پنډوالی څخه کم دی .
هدف : د خلکو به مینځ کې داسی کسان هم شته چې خوند یواځې د درد په پلټنه کې مومی او داسی هم شته چې ځانونه یواځې د مردارو او کثافتونو په پلټنه پسې وینځی.
خجالت : د اوسنیو ختیځوالو د خجالت لاملونه د پخوانیو هغو له اثارو څخه غوره دی .
غل : د ګل غل ډېر سپک او بې برخې غل دی خو د بڼ هغه ډېر ستایلی او ښاغلی .
قاتل : د جسم قاتل د خپل قتل یه قبله قصاص کېږی خو د روح قاتل ، نه .