ټولنیزه برخه

د یوې ګرمې لېوالتیا ځلېدل

 لیکوال: براین ټرېسي
ژباړن: محمد اکبر حقمل
ټولو موخو ته د رسېدو ريښتینی لامل لېوالتیا ده.  تاسو باید موخې ته د رسېدو لپاره د خپلې لېوالتیا کچه ډېره اوچته او لمبې وهونکې کړئ. یواځې په هغه صورت کې به ستاسو موخې ته د رسېدو په لاره کې شته خنډونه له منځه لاړ شي کله، چې ستاسو په وجود کې د خپلې موخې د لېوالتیا کچه په بې ساري ډول شغلې ووهي. او په خوشبختۍ سره به تاسو خپلو موخو ته په لږ یا ډېر وخت کې ورسېږئ. کله، چې د نفتي توکو د میلیاردر څخه دده د بریالیتوب د راز په اړه پوښتنه وشوه، نو ده په ځواب کې وویل: بریالیتوب یواځې او یواځې د دوو څیزونو اړ دی؛ لومړی هغه کس کوم، چې غواړي بریالی شي باید په دې دقیقا پوه شي، چې د څه په هڅه کې دی او ریښتینی هدف یې څه دی. که وګورو ډېری نابریالي کسان ددې ټکي پام نه ساتي.

دوهم هغه قیمت یا بیه څرګنده کړي کومه، چې موخې ته د رسېدلو لپاره ادا کوي او له څرګندونې وروسته دا کړنه ترسره کړي.

هېڅ هم ناممکن نه دي. هرڅه کېدونکي دي. هرکس موخه درلودلای شي او هرکس د خپلې خوښې هرې موخې ته، چې وغواړي کولای شي ځان ورسوي. اما یواځې او یواځې لېوالتیا او پیاوړې اراده اړینه ده ځکه تر اوسه هېڅ داسې کس نه دی لیدل شوی، چې پرته له ارادې او لېوالتیا  څخه د موخې جوړې او هغې ته د ورسېږي.

پیاوړې اراده ولرئ. موخه جوړه کړئ. د لېوالتیا کچه مو لوړه کړئ. په لاره کې د شته خنډونو پروړاندې ماته مه منئ. اړین لګښت وکړئ او پایله یې سل سلنه بریالۍ ترلاسه کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x