شعـــــرونه

غزل: اجمل اند

اجمل اند

د رنګونو د ښمنان را سره وران وو
یو مهال و ، ګلابونه مې یاران وو

هغه وخت کې د ښار ډېر خلک میین وو
څو کسان ددې بدرنګ پیر مریدان وو

هو، یاران مې د توپان په شپه معلوم کړل
چې زه ونړیدم دوی رانه روان وو

څو د سپین غره هلکان وو، چې تر ډېره
ددې ښار پر څراغونو بد ګمان وو

یوملنګ ، یو لیونی بل ربابي و
هو ، دا درې تنه تر ټولو راته ګران وو

پاس په غره کې د اند لویه پاچايي وه
څو نرګس او څو غاټول یې وزیران وو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x