نظــر

صفویان څوک او څنګه يې صفوي دولت رامنځته کړ؟

مجيب الرحمن عمر

د صفویه اطلاق پرهغی دولت کیږی چی شاه اسماعیل صفوی شيعه یی بنیاد یښودی و ،
اود صفویانو اطلاق د شاه اسماعیل صفوی په پیروانو باندی کیږی .

اسمعیل صفوی :

د شیخ صفی الدین اردبیلی له نسله دی ، چی دآذربایجان د اردبیل په سیمه کی چی دایران شمال غرب ته پرته ده اوسیدلو ، شیخ صفی الدین شافعی المذهبه صوفی سړی و ،

دهغه لمسی شیخ ابراهیم په صوفیت کی ډیر پرمختگ وکړ ، خو بدبخته انسان په پای کی دشیعه گانو لاره خپله کړه او یومتعصب جعفری شیعه تری جوړ شو ،

دهغه نه وروسته دهغه کشر زوی جنید اوبیا له هغه نه وروسته حیدر اوبیا اسماعیل د خپلو نیکونوطریقه راژوندی کړه اوبيا اسماعیل په 1501 میلادی کال کی دشیعه گانو یو متعصب دولت رامنځ ته کړ ،

صفوی دولت ، حقیقت بنسټ او ظلمونه : !

د صفوی دولت نه مخکی د ایران 90 فیصده خلک سنی شافعی مذهبه مسلمانان وو ،
خو شيعه صفوی اسماعیل دایران سنی ولس د توری په مټ شیعه مذهب قبلولو ته اړکړل ، او ویی ویل : که څوک زماددی پلان پرخلاف یوه خبره قدری هم وکړی نو دژوند نه به یی محروم کړم ،

اودخپل دولت په روپو یی دخپل نوم سره داکلمه ولیکله

(لا إله إلا الله، محمد رسول الله، علي وَليّ الله) !

سنی علماء یی ووژل نزدی یوملیون سنی عام مسلمانان یی هم دشیعه مذهب دانکار له امله په شهادت ورسول ،
عزتونه یی ورله لوټ کړل ، مالونه یی ورله چور کړل ، او سنی علماو ته یی اوامر صادرکړل چی په خطبوکی په 3 دری خلفاء راشدینو : ابوبکر عمر عثمان لعنت ووای او ښکنځل ورته وکړی ،

آن تردی چی داهل سنتو علماء اومشائخو جسدونه يي له قبرونونه راویستل او هډوکی یی ورله وسوزول ، لکه چی دامام ابوحنبفه او شیخ عبدالقادر جیلانی رحمهماالله دقبرونو بی احترامی یی هم وکړه ،

په همدی شکل دایران صفوی دولت دجعفری شیعه گانو لپاره یو بنیادی دولت وگرزید،

د صفویانو باطل اوله خرافاتو ډک عقاید :

1- صحابه و ته په عمومی ډول او خلفاء ثلاثه و ته په خصوصی ډول په منبرونو ، په بازارونو او لارو کوڅو کی ښکنځل کول ،

2- دحسین رضی الله عنه دیوم شهادت لمانځل ،

سرونه په چړو وهل

مخونه اوسینی وهل

شاه گانی په ځنځیرونو وهل

توری جامی اغوستل

دماتمونو محفلونه جوړول

3- په اذان کی ددی کلمی زیادت : ( أشهد أنّ عليّاً وليّ الله) !

4 – دکربلاء دخاورو په موسی سجده کول ،

السجود على التربة الحسينية (قطعة من طين كربلاء)!..

اوداسی نور ….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x