افغانستان

کجکي برېښنا بند درېیم توربین فعالیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲۹مه ۱۳۹۵ل): د هلمند ولایت د برېښنا مسوولین وايي چې د کجکي برېښنا بند درېیم توربین به په را روانه یوه نیم میاشت کې فعال شي.

د هلمند ولایت د برېښنا رییس نصرالله قانع پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د کجکي برېښنا درېیم توربین کار ۷۵ سلنه بشپړ شوی دی او په را روانو ۴۵ ورځو کې به فعالیت پيل کړي.

هغه زیاته کړې چې په دغه موده کې به د دوه نورو فعال توربینونو برېښنا په کندهار او لښکرګاه ښارونو بنده شي ځکه چې دوی نوي توربین ته اوبه پورته کوي.

کجکي بند ته د برېښنا درېیم نوي توربین پورته کېدو سره به د دغه بند د برېښنا ظرفیت له ۳۵ میګاواټه برېښنا څخه ۵۱ میګاواټو ته پورته شي.

د قانع د معلوماتو پر بنسټ له کجکي څخه لښکرګاه او کندهار ښارونو ته د پايو او مزو غځولو پروژې هم د بشپړېدو په حال کې دي او د روانې مياشتې په اوږدو کې به د درې ميګاواټه لمريزي برېښنا د جوړېدو چارې هم پيل شي او تر شپږو میاشتو به بشپړې شي.

اوسمهال د کجکي برېښنا بند د پراختیا هوکړه لیک له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شوی دی. د اوبو او برېښنا وزرات وايي چې په دغه بند به څلور نوي توربینونه نصبول کیږي چې ورسره به د دغه بند د برېښنا تولید وړتیا ۱۵۱ میګاواټه ته لوړه شي.

د کجکي بند به، د برېښنا پر تولید سربېره، د ۱،۱ میلیاد متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا ولري او دا به په سیمه کې د لویو بندونو له ډلې شي.

د کجکي برېښنا بند جوړول په ۱۳۳۲ کال کې پیل شو او لومړنی توربین یې په ۱۳۵۱ کال کې او بل یې په ۱۳۵۳ کال کې نصب شو، خو درېیم توربین یې څو کاله وړاندې نصب شو چې اوس یې پر ځای نوی پورته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x