نن په انځورونو کي

ماته ښونځي خوند نه راكوي، زه له مارانو سره كار كول خوښوم..

دا نجلۍ مار خپل ملګرى ګڼي، كه څه هم دې مار دا نجلۍ درې واره خوړلې ده، ګټا پور كلى چي په اتر پرديش، په هندوستان كي دى، هغه وخت په ويره كي سي چي كله دا نجلۍ كاجول خان په غاړه كي دا مار واچوي، او له خپلو ملګرو سره په كوڅو كي ګرځي، كاجول وايي ماته مار ښه خوند راكوي، كله چي ما وخوري نو زه دردېږم، خو كله كله په دې كي زما خپله تېروتنه وي، ځكه چي زه هغه ډېر تنګوم.
د كاجول پلار تاج محمد له تېرو 45 كلونو راهسي په ګټاپور كلي كي د مار نيولو كار كوي، هغه خپل دا هنر اوس خپل زوى ګلاب ته چي 28 ګلن دى لېږدولى دى، خو اوس ليدل كيږي چي د هغه 9 كلنه لور كاجول هم د خپلي كورنۍ كار ته مخه كړې ده.
كاجول وايي ، ماته ښونځي خوند نه راكوي، زه له مارانو سره كار كول خوښوم.
kajol_1

هغه اوس له دې مخلوق سره نښتې ده، لكه د يوه ماشوم په څير  شاوخوا باندي راګرځي، داسي ښكاري چي ماران اوس د دې بهترين ملګري دي، خو تر اوسه پوري دې مارانو كاجول په معده، مخ او په لاسو باندي چيچلې ده، چي له امله يې هغه ډېره ناجوړه سوې ده، خو اوس ښه ده
kajol_2

كاجول وايي كله چي مي مار وخوري نو په ډېر تكليف كي سم، چي خپله وينه ووينم ووېرېږم، خو زما پلار ځنګله ته ولاړ سي له هغې خو ا ماته دوار اوړي.
د كاجول پلار په خپله سيمه كي د بهورا يعني مار نيونكي په نامه مشهور دى، هغه په كوم كور يا دوكان كي په مار نيولو باندي 14 پاونډه اخلي، تاج وايي چي زه د سيمي د خلكو مرستي لپاره د هغوى په كورنو كي ماران نيسم
kajol_3
كاجول وايي زما پلار مار نيونكى دى، او دا زما خانداني كارو بار دى زه په دې فخر كوم
د مار د چيچلو دوا له ځنګلي بوټو له پاڼو څخه ترلاسه كوي، او دا همېشه پټه ږدي، دا ده ځينو ځنګليي بوټو له تخمونو سره وټكوي، كوچ او تور مرچ ورسره ګډ كړي، وروسته يې خوري او په زخم يې لګوي
تاج وايي، كه د دوا بندوبست ژر تر ژره وسي نو ژغورل كېداى سي، دې دوا زما ژوند څو واره ژغورلى دى او اوس د كاجول هم په كار كېږي
kajol_4
خو د كاجول مور سلمى بانو غواړي، چي لور يې ماران پرېږدي، كله چي د كاجول د كتابو په بكس كي مار وليدل شو نو بيا يې له ښونځي و ايسته، د كاجول مور وايي ، زه غواړم چي كاجول د نوروماشومانو په څير ښونځي ته لاړه سي، هغه په هره لاره چي وي غواړي كاجول له دې بلا خلاصه كړي، خو بلخوا بيا كاجول له مارانوسره مينه لري، هغه د كاجول زړه هم نه بدوي
د كاجول مور وايي چي هغه ټوله ورځ له مارانوسره ساتونه تېروي، له زده كړو څخه يې   اړولى دى، ما څو ځله هڅه كړې چي هغه سبق ووايي خو له هغې سره تل ماران وي او له هغوى سره مشغوله وي

kajol_5

kajol_6

محیب رحمتي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x