ادبي لیکني

ازاد شعر: سيد اصغر هاشمي

 پوهیالی سید اصغر هاشمي

ازاد شعر د پښتو ژبې د اشعارو يو ډول دى، معنا دا چې قافيه او رديف نه لري او هر بيت يې ځانته- ځانته څپې لري. همدا شان هره مسره يې بېلې بېلې څپې لري. وزن يې مهم توکى دى او بله ځانګړنه يې داده چې تر پايه بايد يوه موضوع تعقيب کړي، په يوه شعر کې څو موضوعګانې نه شي ځايداى.

پښتو ازاد شعر د يو شمېر نورو ختيزو ژبو پر خلاف د اروپايي ازاد شعر کاپي نه دى اروپايي ازاد شعر (free verse) يوازې بېقافيه نه، بلکې له هر راز شعري قانون يا قالب څخه ازاد دى، نه هغه پخوانى ټاکلى مسرييز دود سمبالوي نه هغه ټاکلي ژانرونه او څومره والى او نه هغه کلاسيک تول و تال يا ريتم (Rythem) په ټوله مانا رانغاړي. تر ډېره زموږ د سپين شعر په څېر وزن و قافيه دواړه نه لري.

د پښتونخوا پښتانه بيا د اردو ژبې پښتو ازاد شعر ته (مبرا) او سپين شعر ته (مصرى) وايي.

له ازاده پښتو شعره زموږ موخه هغه توليز (موزون) شعر دى چې له بې قافيه والي سره سره يې مسرې د لنډوالي او اوږدوالي له پلوه کومه ټاکلې کچه نه لري او له (يو فونيمي څپې) نيولې تر څلوېښت، پنځه څلوېښتو څپو رسېداى شي.

په اوسنۍ بڼه ازاد شعر که څه هم په ښکاره ډول د اروپايي ازاد شعر تر اغېز لاندې له ٤-٥ لسيزو راهيسې دود موندلى دى، بيا هم لکه پاس چې وويل شول، له خپل دوديز ازاد کړنې شعر سره تړاو لري او د سيلابونو تونيک وزن پر بنسټ ولاړ دى. که يو نيم شاعر د هماغه وچ اروپايي تقليد په لومه کې ښکېل پاتې دى او خپل دوديز تول و تال يې په کې سمبال کړى نه دى هرومرو يې خبره (سپين شعر) ته رسېدلې ده.

تول (وزن) يا په اروپايي نومونو (ريتم) د شعر بنسټيز شرط دى. که په قافيه وال شعر کې وي او که بې قافيې (ازاد) کې له همدې کبله له بې اهنګه (بې وزنه) شعر سره د سپين شعر نومونه جوړېږي. پښتو (سپين شعر) د پارسي (شعر سفيد) په څېر د (بې تول و بې آهنګه شعر) په جاج (مفهوم) رادود شوى.

په پښتو کې په هماغه اروپايي جاج، ازاد او نيم ازاد کالبونه د شلمې پېړۍ له دويمې، درېيمې لسيزې راهيسې رادود شوى دى، په دې ډول مخفي، فدا، صالح محمد کندهارى، عبدالحى حبيبي، عبدالاکبر اکبر، عبدالاکبر، خادم، قيام الدين خادم، فضل احمد غر، کمال، ميا احمد شاه، اسير، خيال، اجمل، بېنوا، لايق، عبدالرحيم مروت او نورو يې له غورو او مخکښو استازو څخه ګڼل کېږي.

همدارنګه (مونډي شعر) عبدالرحمن پژواک ١٣١٧ کال په (کلمه داره روپۍ) سره بنسټ ايښى دى او ورپسې پر ١٣٣١ کال د عبدالعظيم ساپي ورته نظمونه (زرينې څانګې) د سيد بهاو الدين مجروح د (ځانځانۍ ښامار) يا (نااشنا سندرې) او نور چاپ او ناچاپ شعرونه يادولاى شو.

په قافيوال شعر کې د نوښت سمبالښت د ازاد شعر په پرتله يو څه زيات کړاو غواړي، مګر په ازاد شعر کې څلور واړه توکه (اهنګ، اند، واند او ولوله) يا وزن، مفکوره، خيال او احساس همزمان په پام کې نيول کېداى شي او په دې توګه يې د هر اړخيز نوښت لپاره لياره هواره ځينې ليکوالان ازاد شعر او نوى شعر سره په يو معنا را اخلي، کومه هېنښده خبره نه ده، ځکه اوسنى ازاد شعر، لکه د مخه چې وويل شول، تر هرڅه دمخه( نوى شعر) دى يا په بله وينا ازاد شعر د نوي شعر په بهير کې رازېږېدلى دى.

هر بې قافيه شعر چې د پښتو د ټوليز سېلابو تونيک سيستم له مخې (وزن) ولري، هغه ازاد شعر دى او پښتو شعر دى.

ازاد شعر مخالفان او مدافعان لري، په هر صورت دغه ډول شعر ته او د دغه شعر نوم د نړۍ د ډېرو سترو شاعرانو، هوګو، وايټمن، هاينه له نومونو سره تړل شوى دى او د ادبياتو په قاموسونو کې هم د ازاد شعر اصطلاح منل شوې ده.

ازاد شعر قافيه نه لري، په فرانسه کې (ويکتور هوګو) د نظم زاړه قيود لرې کړل. په جرمني کې (نوالس) د (شپې په مدح) کې سندرې وويلې خو په (١٨٠١) م کال (اليوسيوس برتراند) منثور نظمونه ويلي وو او د فرانسې نامتو شاعر (شارل بودلر) د هغه پيروي وکړه د امريکا په متحده ايالاتو کې نامتو شاعر (والټ واليټمن) خپل اثر ( د وښو پاڼې) په ازاد شعر وليکه په دې لړ کې (هينسلي) (مايتو اورنولډ) هم د ازاد شعر نوښتګران وو.

رفيق د ادب پوهنې بنسټونه په ١٣٩-١٣١ وايي:

پښتو ژبه د نورو ژبو په څېر په مختلفو تاريخي دورو او مرحلو کې د مختلفو شعري او نظمي وزنونو درلودونکې وه او ده. د همدې بدلونونو په لړ کې د نړيوال او سيمه ايز بدلون سره پښتو ژبه کې هم د مهال سره سم اغېزې رامنځته شوي دي.

پښتو شعر کله په دوديز ډول تول او آهنګ خپل کړى دى او کله بيا په عربي وزن او بحر پسې تړل شوى ويل شوى دى. خو اکثره بڼې يې: سيلابيک، تونيک او سيلاب تونيک دى. کله چې (آزاد شعر او مقفي شعر) وايو نو د پخوانيو ځينو ځانګړنو په درلودلو سره د ازاد شعر فورم او وزن له هغو سره توپېر لري. په آزاد شعر کې، قافيه نه وي چې البته تر جلا سرليک لاندې پرې خبرې شوي دي. دلته به يوازې د (آزاد شعر) په مفهوم لنډې خبرې وکړو.

آزاد شعر لکه څنګه چې له نامه څخه يې څرګندېږي. د قافيې له قيد او بند څخه آزاد شعر ته ويل کېږي. په فرانسوي ژبه کې هم ورته د (Eversible) يانې (آزاد شعر) ګړنه منل شوې ده، په دې مانا چې د هجاوو، خجو او قافيې د تورو له قيدونو څخه پرته آهنګين کلام ته چې د ړومبنيو په څېر سره په يوه تناسب او تکرار نه ادا کېږي، ورته ازاد شعر وايه شي.

د خج لرونکي او بې خجه څپو شمېر په کې مقيد نه وي او د کومې قافيوي کلمې څخه هم مراعات په کې نه وي شوى. آزاد شعر ځانته آهنګ لري چې په کې د خجونو تناسب او ټاکلې اندازه او شمېر اړين شرط نه ګڼل کېږي. ځانګړى نحوي جوړښت لري چې په هره مسره کې يې هغه ځانګړى خج يا فشار (اګسنټ) تکرار راوړل کېږي او ځانګړى، بحر او تول خپلوي.

خو دغه ډول پېژندنه هم لا تراوسه پورې اوږده بحثونه غواړي، ترڅو چې د آزاد شعر له پاره د څېړنو په پايله کې يو لړ اصول او قاعدې وټاکلى شي. آزاد شعر په دې مانا او مفهوم نه دى چې ګويا قيود او اصول نه لري.

د تاريخي معلوماتو له مخې آزاد شعر لومړى ځل په اروپا کې د (١٨) پېړۍ په پاى کې پيدا شوى دى. د شلمۍ پېړۍ په لومړيو کې په بلجيم کې د ايميل و يرهارن (١٩١٦-١٨٥٥) او په روسيه کې د اليکساندربلوک (١٨٨٠-١٩٢١) او والرى بريوسف (١٩٢٤-١٨٧٣) او يو شمېر نورو له خوا ورته ډېره پراختيا ورکړ شوه. په دې وروستيو وختونو کې آزاد شعر ډېر دود وموند، ځنې شاعرانو په دې نيت چې قافيه او رديف نه لري بې (توله) جملې او عبارتونه سره پر له پسې د ويجاړ او بې خونده نثر په ډول سره انشا کړه چې هېڅ ډول خيال او هنريت په کې نه ليدل کېږي رامينځته کړل او په هغه يې د آزاد شعر نوم کېښود.

په داسې حال کې چې آزاد شعر ځانګړي اصول، موسقيت او آهنګ لري، که له عروضي وزن، قافيې او رديف څخه پېروي نه کوي خو خپل شعريت او ريتم ساتي. نوى يا آزاد شعر په دې مانا نه دى چې هرڅه خولې ته راشي او په آزاده توګه يې وليکو ځينې آزاد شعر سپين شعر بولي، سره د دې چې ځينې ځانګړنې يې سره ورته دي، خو آزاد شعر او سپين شعر سره توپېر لري.

زموږ د پښتو او دري ادبياتو ته دې ازاد شعر چې بزمي، احساساتي روح او مضمون لري د(١٣١٥-١٣٢٠) کلونو کې لاره وموندله.

په لومړيو لسيزو کې چنداني وده نه ده کړې، خو اوس ځوان شاعران دغه ډول (آزاد شعر) ډېر وايي او ليکي يې په آزاد شعر کې هڅې شوي دي چې ځينې قاعدې او اصول ورته وټاکل شي، مګر ټوليزې قاعدې پايلې تراوسه پورې دومره امې شوي نه دي چې له هغو څخه دې ټول شاعران پيروي وکړي په آزاد شعر کې د شاعر خيال، فکر او پېغام په ښه او اسانه ډول تجسم مومي او له قيودو ازاد، پېښې په ښکلو او رسا الفاظو ترسيمېږي. دغه ډول د الفاظو ازاد انتخاب او راوړل په قافيه وال او رديف لرونکو اشعارو کې ممکن نه وي. آزاد شعر هم لکه د کلاسيک قافيه وال شعر په څېر غښتلى او ناغښتلى پيکه لرلى شي. دلته د اوسني ازاد شعر بېلابېلې ډلې او بېلګې سپړنې لاندې نيسم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x