وزن کمولو لپاره کومه اندازه ورزش ته اړتیا ده؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲۹مه ۱۳۹۵ل): که چیرې وزن مو زیات دی او غواړئ اضافي وزن کم کړئ نو په ورځنی ډول ۵ دقېقې ورزش هم ستاسې دغه ستونزه هوارولی شي.

د هارورډ پوهنتون د څیړنې پر بنسټ په ورځنی ډول یوازې ۵ دقېقې سخت او ستړی کوونکی ورزش یا د ۱۵ دقېقو لپاره چټک قدم ول د اضافي وزن په کمولو کې ډیره زیاته مرسته کولی شي.

دغې څیړنې ثابته کړې چې د لږې مودې دغه ورزش هم پر روغتیا د پام وړ اغیز لري او په دې ډول په یوه اونۍ کې د ورزش اندازه ۱۰۵ دقېقو ته رسیږي.

د څیړنې پر بنسټ فزیکي فعالیت د زړه د درزا سرعت زیاتوي چې له هغې سره ساه هم چټک کیږي او انسان د ګرمۍ احساس کوي کوم چې د روغتیا لپاره ډیر زیات ګټور دی.

د څیړوونکو په وینا په فزیکي ډول فعالیت نه لرل د زیات شمیر ستونزو په ځانګړی ډول د اضافي وزن لامل ګرځي، خو په ورځنی ډول لږه اندازه ورزش هم انسان له اضافي وزن څخه ژغورلی شي.

له دې څخه وړاندې یوې څیړنې ثابته کړې وه چې په اونۍ کې یوازې ۳۵ دقېقې ورزش د زړه د ناروغیو له امله د واقع کیدوونکې مړینې کچه ټیټوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د