افغانستان

طالبانو د ګردېز ـ پټان لويه لار په ټوليزه توګه تړلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲۹مه ۱۳۹۵ل):د ګردېز ځايي چارواکي وايي طالبانو له تيري ورځي راهيسي د ګردېز پټان لويه لار په ټوليزه توګه تړلې.

چارواکي وايي تېره ورځ مازديګر مهال طالبانو لومړی د لوي لاري دوه پلونه په ماينونو والوزول او وروسته يې په لوډ سپېکرو کې خلګو ته وويل چې پر لويه لار د تېرېدو اجازه نشته.

طالبانو د ګردېز ـ پټان لويه لار د ميرزکي ولسوالۍ په انډوام سيمه کې تړلې.

ځايي چارواکي اټکل کوي چې د لوي لاري له بندېدو څخه د طالبانو هدف په سيمه کې د لويو جګړو را منځته کول دي ځکه تېر کال هم په سيمه کې لومړی طالبانو لويي لاري بندي او وروسته يې عمليات پيل کړه.

د يادي لوي لاري د تړل کېدو له امله د ډنډې پټان، څمکنۍ ، جاني خېل ، ځاځي اريوب ، احمد خېل ، لجه منګل او ميرزکې ولسوالۍ لاري تړل شوي دي.

د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل منلې چې لويه لار د طالبانو له لوري تړل شوې او زياتوي چې د خلاصون په موخه يې زموږ هڅي رواني دي.

نن ټکي آسيا ته نژدې سرچيني وايي : طالبانو درې ورځي وړاندي سهار مهال شاوخوا نهه نيمي بجې د ګردېز ـ پټان لويه لار په ټوليزه توګه تړلې.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x