خبرتیاوی او پیغامونه

نومیالی عالم شیخ القرآن والحدیث مولوی شادګل ( رشيدي) وفات شو

بسم الله الرحمن الرحیم

“کل نفس ذائقة الموت”

موت العالم موت العالم:

نومیالی عالم شیخ القرآن والحدیث مولوی شادګل ( رشيدي) وفات شو.

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې نوموتی عالم شیخ مولوی صاحب شادګل ( رشیدی) نن له غرمې مخکې د بغلان ولایت په پلخمری ښار کښې د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق ورسېد.

مرحوم شیخ مولوی صاحب شادګل ( رشیدی) رحمه الله د حاجی عبدالرشید صاحب زوی د ملک بهرام خان صاحب لمسی په قوم احمدزی عیساخيل د لوګر ولایت دمحمداغې ولسوالۍ د کاریز کلی اوسېدونکی وو.

نوموړي تقریبا ( ۷۵) کلن وو او ټول عمر يې په علم ، تدريس ، هجرت او جهاد کې تير شوی وو.

مرحوم مولوی صاحب رحمه الله د هجرت په زمانه کې له هيواد څخه بهر په ډېرو دینی مدارسو کښې او هم اوس په هېواد کې د ننه په پلخمری ښار کښې د تدريس مقدسه دنده تر سره کړه.

نوموړی د ټولو علماء کرامو ، ديني طالب العلمانو او ولس په منځ کې ډېر زيات محبوبيت لرلو.

د نوموړي جنازه به سبا د چهارشنبې په ورځ دسهار په ( ۹) بجو د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ پخپل پلرنی ځای (کاریز کلی) کې اداء کېږی.

انا لله و انا الیه راجعون.

مولوی عبدالمجید ( حنیف)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
gul

رشیدي صاحب دې الله تعالی وبښي واقعا ښه عالم و د اسلامي امارت د واکمنۍ په مهال ډیر وخت د پکتیا د مرافعې رئیس و چې خلک یي له کار څخه خوشاله و
رحمه الله تعالی

mayak khan

انا لله وانا الیه راجعون: دعلماء مړینه په حقیقت کښې دانساني نړی څخه دعلم دپورته کیدلو په معنا دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې الله تعلی به علم دانسانانوله سینوڅخه یودم نو لري کوی بلکه دعلماء حق په کوچ اووفات به ئې پورته کړی، الله تعلی دی به مرحوم بیشمیره رحمتونه نازل کړي دا حقیت دی چې عالمان دټولنې لپاره دالله تعلی رحمت دی خوورځ تربلې مونږ له دغه الهي رحمت څخه بې برخې کیږو،لوی څښتن دې زمونږپه حال د دغوغوره اوجیدو عالمانودنعم البدل په صورت کښې کرم اوپیزوینې وکړي ، اللهم ارحمه وارفع درجاته ووتغمده… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x