
خوست : سېلابونو ۱۷ تنه وژلي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲۹مه ۱۳۹۵ل):د خوست ولايت په علي شيرو او صبريو ولسواليو کې د سېلابونو له امله ۱۷ تنه مړه شوي.
په جنوب ختيځ ولايت خوست کې سېلابونه د زياتو اورښتونو له امله رامنځته شوي.
د سيمي اوسېدونکي وايي ۱۷ تنه د دوو کورنيو وګړي دي چې د سېلابونو له امله مړه شوي.
لومړی يو فلاينګ کوچ ډوله موټر د علي شيرو ولسوالۍ په هارون خيلو سيمه کې له سيمي د تېرېدو په موخه اوبه ته له ور ګډېدو سره سم توندو څپو لاندي کړی چې دوه تنه نارينه ، څلور ماشومان او څلور ښځي په کې وژل شوي ، ياد ټول کسان د يوې کورنۍ وو.
دوهمه پېښه هغه مهال را منځته شوه کله چې د يوې کورنۍ ۷ تنو غوښتل د خپل پيک اپ ډوله موټر په مټ د صبريو ولسوالۍ په يعقوبيو سرمه سيمه کې د سېلاب له اوبو واوړي خو موټر اوبو لاندي کړ او ټوله سپرلۍ په کې مړه شول.
ځايي اوسېدونکي وايي د اوړي د اورښتونو له امله هر کال سېلابونه رامنځته کيږي او د يادو سېلابونو له امله لسګونه هيواد وال وژل کيږي چې لوی علت يې د پلونو نه شتون دی.