شعـــــرونه

تصوفي شعر

چي سعيد وي د تقدير په لوړ کتـاب کي
هغه ومومي وصـــال د هجــــر باب کي

ټولـه ژونــد د ميـــکدې دروازه وان وي
زبـون سـوی د طٙـرٙبْ رنګين ســراب کي

چي نظر د عنــــايت ور بانـــدي وشي
انتــــظار ئي شـاپيرۍ کا په نقاب کي

مرحــــبا مرحـــبا أوري له هر لــوري
شهزاده د بدخواهــانو په خوناب کي

تـريــخ زقـوم دبيلتــــانه هرګړی مــرګ وي
يو مرګ ښه دی تر ژوندون په اضطراب کي

بي پـروا سي د حـريف لـــه پيـــــغورونو
مستـغرق چي سي د عِشق په درياب کي

کوم لذت چي وړي د يار له شوخوسترګو
هغه ذوق نســته د ټول دهــر شراب کي

د غـــزا د ډول دربی يي عــرش ته رسي
زاره چاودی رقيب غرق دغم ګرداب کي

يـو ســبق وو د ژوندو وپوهنتــون تــه
چي ښادي نسته دژوند په ميوناب کي

د مـدهوشـو د صحبت تږي محمـــود يـم
عجب خوند ئي دی سارنګ و په رباب کي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x