ښه خوب

لـیـکـنـه: ابوالمنصور حقاني

ښه خوب د انسان د ژوندانه لپاره ډېر مهم دی، که چېرې خوب تر ټاکلې مودې وشي، نو انسان ټوله ورځ تر او تازه وي، او خپل روزانه کارونه په ښه توګه ترسره کولی شي.

طبیبان وایي، چي هر بالغ انسان ته په ورځ کې ۸ ساعتونه خوب ضروري دي، که له دغې ټاکلې مودې څخه کم یا زیات شي، نو د انسان اعصابو ته زیان رسوي.

خو یو شمېر کسان شته، چې خوب پر خپل وخت نه ورځي، له هغوی سره لاندینۍ مجربه طریقه ښه مرسته کولی شي!

طبیبان وایي، د ماخستن له خوب څخه مخکې یو ګیلاس تړمې اوبه څښل، په خوب راوستنه کې ډېر مهم رول لوبوي.

همدا راز د سینې لپاره هم ډېرې ګټورې تمامیږي، د سینې میکروبونه وژني، او د سینې نظام برابروي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د