ډنفورډ، خاش یا سنګین ته بوځئ چې سریې خلاص شي

حبیب مجاهد

د امریکا د ټولو وسلوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ چې افغانستان ته په نا اعلان شوي سفر راغلی و،پرون یې د تللو په مهال خبریالانو ته دا لاپه وویشته چې په جګړه کې یي له داخلي اجیرو ځواکونو سره په ګډه لویې بریاوې خپلې کړې او طالبان یي دده په خبره کمزوري کړي دي.

ډنفورډ وویل چې طالبانو دپخوا په نسبت جګړه ایز برلاسی دریځ  بایللی او اوس نه شي کولای د پخوا په شان فاتحانه حملې وکړې.هغه مهال چې ډنفورډ خبریالانو ته د خپلې وهمي بریا لاپې وهلې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې په معمولو ورځنیو جګړو سربیره په څلورو حساسو نقطو کې طالبان د د ولسوالیو د مراکزو د تصرف کولو په فاتحانه جګړو بوخت وو.

د دوشنبې په سهار وختي د اسلامي امارت مجاهدینو د هلمند سنګين ولسوالۍ په مرکز، پوستو، او د پي آر ټي په نامه لویه قرارګاه باندې بریدونه ترسره کړل چې له لږ جګړې وروسته د ولسوالۍ مرکزي ودانۍ، د امنيې قومندانۍ ودانۍ،  شاخوا ټولې امنيتي پوستې او د بازار ډيره برخه فتحه شول.

همدا راز د بدخشان د خاش ولسوالۍ  د (سرلوله، بقلک، کج ګردن، تاجکان، کزرها او ظلم آباد، او د جرم ولسوالۍ اړوند د کمالینګ، یباب اوسوچ) سیمې د دښمن له کرغیړن وجود څخه په ټولیزه توګه پاکې شوې.

د بدخشان او هلمند غوندې په کندز کې هم د دوشنبې ورځ له فتحو سره مله وه. په دې ورځ د کندز ولایت قلعه زال ولسوالۍ په مرکز او شاخوا پوستو پراخ تعرضي عملیات ترسره شول.په نښتو کې  د یادې ولسوالۍ ټولې امنيتي پوستې، د آقتيپې لوی بازار او دکمپاين په نامه مهمه او استراتيژيکه قرارګاه  مکمل فتحه شول.

د مجاهد صاحب په ویناپه دې جګړه کې د دښمن یو هاموي (ټانک) ۲ رینجر موټرله منځه لاړل، ګڼ شمیر وسلې او مهمات مجاهدینو ته په لاس ورغلل. دغه راز د غزني ولایت په اجرستان یا دایه ولسوالۍ کې هم مجاهدینو د لوی تعرضي برید په پایله کې د حکومتي عسکرو څخه څلور لوی مراکز ونیول او له پراخو سیمو یې د ډنفورډ او د هغه د ګوډاګیانو د واک کمبله ورټوله کړه.

خو د فتحو او جهادي بریاوو له دې هجوم سره سره کله چې ډنفورډ افغانستان ته  د خپل پټ او ډارن سفر وروستۍ ورځ بشپړوله خبریالانو ته یي یوازې په دروغجنو ادعاوو او لاپو شاپو خپله بریا تمثیل کړه.

له جوزف ډنفورډ نه وپوښتو چې که رښتیا طالبان کمزوري شوي وي یایي  د بریدونو ابتکار بایللی وي، تاسو څه مجبوریت درلود چې افغانستان ته په نیمه شپه او نااعلان شوي سفر راغلی. امریکایي چارواکي چې هر هیواد ته ځي نو له وړاندې د خپل سفر مقاصد او پروګرام اعلانوي مګر افغانستان ته همیشه په توره شپه،د غله په شان او د ډار له ګبڼۍ سره را ځي.

له دې څخه په څرګنده معلومیږي چې هغوی ددې هیواد په هیڅ نقطه کې هم ځان محفوظ نه احساسوي، او طالبان لا هم د ځان په وړاندې یو داسې خطر بولي چې هر وخت کولای شي مرګ ژوبله ورته واړوي.

ډنفورډ چې د نورو امریکایي چارواکو په شان یي افغانستان ته د سفر په مهال یوازې د باګرام یا کومې بلې امریکایي اډې څخه کتنه وکړه او په کابل کې یي د حکومتي چارواکو خوږو او غوړو خبرو ته غوږ کیښود. پرته له دې چې دجګړې اصلي ډګر ته سر ورښکاره کړي. په پټو سترګو یي د بریا نغاره وډنګوله.

ددې لپاره چې نوموړی د افغانستان د جګړې له اصلي حالت څخه خبر شي، باید د کابل په ځای یو ځل د بدخشان خاش یا د هلمند سنګین ته سر ورښکاره کړي تر څو که یي سر په کې له لاسه ورنکړ ښایي له  ښه معلوماتو سره راستون شي. له ارامو دفترونو او محفوظو قراروو څخه د بریا لاپي وهل له دې پرته چې مخاطبین یي په حماقت او ناخبرۍ وخاندي ښایي د ډنفورډ لپاره بله پایله ونلري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د