نظــر

د ترکیې د کودتا په ناکامولو کې د اردوګان مهارت

شاهد (غزنيوال)

د تیرې جمعې په شپه د ترکیې په ناکامي کودتا کې د دې هیواد پوځ او عام ولس مهم رول تر سره کړ.

د کودتا په پیل کې کودتاچیانو دوه مهم هوايي ډګرونه ترخپلې ولکې لاندې راوستل، د استانبول د ښار د هغو سیمو چې په اروپايي براعظم پوري تړاولري له هغو سیمو څخه چې په اسیايي براعظم پوري تړاولري د جلا کولو هڅه وکړه ، د دې هیواد د پارلمان ودانۍ یې ۹ ځله بمبار کړه ، د ترکیې د مرکزي استخباراتو ام، آی ،ټي د ودانۍ په خواوشا کې یې له دولت پلوه پوځیانو سره سخته جګړه وکړه ، یو زیات شمیر شوبلې او زغروال وسائط يې تر لاسه او یوشمیر بم غورځوونکي ایف ۱۶ پوځي الوتکې يې د دولتي مهمو ودانیو د بمبارولو لپاره هواته پورته کړې.

ولسمشر اردوګان چې دا مهال په مرمره ښار کې و د کودتاچیانو د کودتا د ناکامولو لپاره په خپل لومړي غبرګون کې د خپل ګرځنده ټلیفون له لارې خپل ملت ته د کودتاچایانو د نامشروع عمل په مقابل کې د عمومي پاڅون قومانده ورکړه.

دغه قومانده تر سهار لمرڅرک وړاندې د ترکیې په ټولو مسجدونو کې د امامانو له لوري د لوډ سپیکرونو په وسیله د الله اکبر په نارو په کلکه بدرګه شوه ، د پوځ لوړ رتبه جنرالانو ، دولتي کارکوونکو ، د سیاسي ګوندونو مشرانو، د پوهنتونونو د استادانو ، محصلینو او زده کوونکو اتحادیو او…له لوري په ډیرې چټکتیا سره د ترکیې په ټولو ښارونو کې عملي او له مله يې د ترکیې په ټولو ښارونو کې خلګ لارو کوڅو ته راووتل او د استنبول او انقرې په ښارونو کې یې په خالي لاس پرباغي پوځیانو بریدونه پیل کړل .

ټولو د کودتاچیانو په خلاف شعارونه ورکول او له هغوي څخه يې غوښتل چې ژر ترژره د ولس د ارادې په وړاندې تسلیم شي.

په عین وخت کې د ترکیي استخباراتي او امنیتي ځواکونو د کودتا چیانو په نیولو او بي وسلې کولو پیل وکړ او په ډیر لیږ وخت کې یې د ولسي خلګو په مرسته اکثریت کودتاچیان تسلیم او بي وسلي کړل.

د کودتا په وړاندې د امریکا او غربي هیوادونو لومړنی غبرګون .

له شکه پرته چې دا د ترکي ولس د ارادې پرخلاف یوه پوځي کودتا وه ، خو په انقرې کې د امریکا سفارت په یوه بیړني پیغام کې امریکايي ولس ته دا کودتا د یوه ملي پاڅون په حیث معرفي کړه

د المستقبل الجیو سیاسي په نوم اونیزې په دې اړه یو تحلیل خپور کړاو په هغه کې یې کودتا یوه کامیابه کودتا وبلله .

عربي سکای نیوز ، بي بي سي ، العربيه چینل ، آی تي في او ځیني نورو امریکايي تلویزوني شبکو ټولو دا شننې خپرولې چې نور د منتخب ولسمشر اردوګان وخت پایته رسیدلی او ښايي نوموړی په جرمني کې سیاسي پناه واخلي.

ګارډین ورځپاڼې د هغې ورځې په سهار یوه مقاله تر دې سرلیک لاندې خپره کړه :

((اردوګان څرنګه په خپل هیواد کې شخړې او لانجې بلې کړې ؟))

خو کله چې کودتا د ولس لخوا له سخت غبرګون سره مخ او ناکامه شوه ګار ډین ورځپاڼې هم یاد تحليل ټول له سره تعدیل کړ.

په داسې حال کې چې ترکي ولس د خپل منتخب ولسمشر په قومانده د کودتاچیانو په مقابله لګیا و خو د غربي نړۍ اکثریت چارواکو د کودتا په پیل کې د هغې په اړه خاموش او حتی په انقره کي د فرانسې کونسلګري دوه ورځې وړاندې د نامعلوم علت له مخې خپلې دروازې د مراجعینو پرمخ تړلې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل لومړی غبرګون کې د کودتا په اړه يواځې دومره وویل : مونږ هیله مند یو چې ثبات او سوله په ټوله ترکیه کې ټینګ شي.خو نور يې د ترکیې د منتخب ولسمشر او منتخب پرلمان د تائید په اړه هرڅه له یاده ووتل .

مګر د کودتا تر ناکامي وروسته يي بیا د منتخب ولسمشر طيب اردوګان ننګه وکړه.

سعودي عربستان ۱۵ ساعته وروسته د اردوګان په ملاتړ خپل نظر څرګند کړ، متحده عرب اماراتو د نورو غربي هیوادونو په څیر له هیواد څخه د اردوګان د تیښتې خبرونه خپرول ، یواځي دریو عربي هیوادونو د کودتا په لومړیو کې هغه وغندله او خپل حمایت يي له اردو ګان څخه اعلان کړ.

هغه هیوادونه عبارت ول له قطر، سوډان او المغرب څخه

د اردوګان شهامت

ولسمشر اردوګان د کودتا تراعلان سمدستي وروسته په خپلې ځانګړې الوتکې کې له مرمره ټاپو څخه د استنبول په لوري وخوځیده ، نوموړی سره له له دې چې پوهیده چې د کودتاچیانو پوځي ایف ۱۶ الوتکې د استنبول په فضا کې الوتنې کوي او د اتاترک نړیوال هوايي ډګر د الوتنو پرمخ تړل شوی ، خو ځان يي په ډیرې چټکۍ سره استنبول ته ورساوه او هلته يي بیا د خپل آیفون په وسیله ولس او او دوسله وال پوځ ځواکونو ته د کودتا چیانو په خلاف د عمومي پاڅون قومانده تکرار کړه.

دا مهال کود تاچیانو د ترکیې د ملي ټلویزون وداني محاصره کړې او جبرا یې د یاد تلویزون پر یوې ویاندې د کودتا د کامیابي اعلامیه ولوستله ، خو ولسمشر اردوګان د کودتاچیانو د دغو تبلیغاتو تر اغیز لاندې را نغی او په اتاترک نړیوال هوايي ډګر کې یې د کودتاچیانو پرخلاف مطبوعاتي کانفرانس ورکړ.

دا چې نوموړي خپله لومړۍ اعلامیه د آیفون موبایل د سکایفي په وسیله اعلان کړه ، نو هغه لحظه د ترکیې رسنیو لخوا دا خبره تبلیغ شوه چې آیفون په ترکیه کې پر پوځي ټانګ بریالی شو

خو دا بریالیتوب هیڅکله د آیفون برياليتوب نه ؛ بلکې د اردوګان د همت او شجاعت بریالیتوب و چې د الله په نصرت او د خپل ولس په حمایت يي د کودتاچیانو بغاوت ناکام کړ.

دا لومړی ځل نه دی چې له کال ۲۰۱۱ راهیسي د اردوګان ولسي حکومت ورسره مخ کیږي ، بلکې تر دې وړاندې هم ترکي پوځ چې کاملا په یوه علماني مفکوره سمبال دی د طیب اردو ګان د اصلاحاتو او مشروعې واکمنۍ پرخلاف هڅه کړې ، مګر د طیب اردوګان د متقابل په مقابل کي یې تاریخي شکست خوړلی.

طیب رجب اردوګان د خپل سیاسي فعالیت په مهال د مصر د اخوان المسلمین د تنظیم د پلویانو پرخلاف کله هم د زور لاره نه ده غوره کړې، بلکې هروخت يي له خپلو مخالفینو سره د تفاهم معامله غوره بللې ، خو داځل نوموړی پوهیده چې د ولس حمایت له ده سره دی نو هماغه و چې د پوځي کودتاچبانو په مقابل کې د ولسي پاڅون لاره غوره وبلله ، دهغوی په وسیله يې د باغیانو بغاوت ناکام کړ او د تل لپاره يې خپل پرمختللی هیواد د منځني ختیځ د نورو هیوادونو (مصر، سوریې، عراق، او…) په څیر له ګډوډیو او تباهي څخه وژغورو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

شک نشته چه اردګان د اتاترک او نورو ایزمی پلورل شوو سره نه مقایسه کیږی ، زه د اردګان نه بلکه د دوی د عدالت د ګوند ملی او اسلامی هلی ځلی ستایم الله ج دی تر دی لا ډیر وړتیا ور په برخه کړی. مګر واک او قدرت لرل هم د الله چ د نعمتو او مرستو یوه برخه ده، که د اړتیاوو وخت کی تری کار وانه اخستل شی تفریط ) او یا تری بی ځایه او له حده زیات کار واخستل شی ( افراط ) په هر دواړو صورتو کی د هر افراط او تفریط په صورت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x