د بل په لاس مار مه وژنه «داستاني نظم»

عبدالباري جهاني

شین سهار دهقان له لیري را ښکاره سو
د جوار د کروندې په ننداره سو

چي یې ولیدل جوار وه رسېدلي
د سړي تر قد لا پورته وه ختلي

کرونده ورته ښکاره سوله آباده
لا تر تېرو څو کلونو ډېره ښاده

پر شونډانو یې نرۍ موسکا خپره سوه
له زړګي یې خوشالي را فواره سوه

سم په لوړ آواز یې ږغ کړله چي ځمه
سبا ټول د کلي خلک خبرومه

زورور زلمي د کلي راولمه
هر یوه ته خپله ونډه ورکومه

کرونده په یوه ورځ چپه کومه
نوی فصل نوی تخم په کرمه

په دې کښت کي ځالګۍ وه د مرغیو
رسېدلې تردې حده په خواریو

پناه کړي یې ځانونه له ښکاریانو
له منګولو له مشوکو د بازانو

سم یې نه درلود وزر د الوتلو
لوړو څوکو ته لا نه وه د ختلو

لا ساړه باد یې وزر نه وه وهلي
لا یې توندي سیلۍ نه وې آزمېیلي

له دهقانه چي یې واورېدل حیران سول
ځالګۍ ته به څه پېښه سي پرېشان سول

بې وزره به دوی چیري پناه غواړي
د چا کورته به ورځي چاته به ژاړي

مور یې راغله له اسمانه ستړې ستړې
هر بچي ته یې یوه مړۍ راوړې

چي یې وکتل بچي یې وه پرېشانه
چي څه یې وه اورېدلي له دهقانه

خپلي مور ته یې کیسه د دهقان وکړه
تباهي د ځالګۍ یې ور په زړه کړه

مرغۍ وویل آرام کښېنی بچیانو
تجربې دي د قرنونو د لویانو

چي کرل او رېبل کار د دهقانانو
نه د بل نه د بېګار نه ګاونډیانو

چي پخپله دهقان عزم نه وي کړی
تر دې فصله به رانه سي یو وګړی

موده وروسته دهقان راغی کروندې ته
د جوارو د جودرو تماشې ته

په دوو ورځو کي جوار وه د رېبلو
یوه ورځ هم نه وه نور د پرېښودلو

دهقان وویل سبا وختي راځمه
په دوو ورځو کي مي ټول جوار رېبمه

کرونده له یوه سره پاکومه
نوي فصل ته مي ځان تیارومه

چي کیسه وکړه بچیانو خپلي مور ته
مرغۍ کښته پورته وکتل هر لورته

ویل وار دی زموږ د کور د ړنګېدلو
له دې پراخي کروندې څخه د تللو

چي دهقان وايي پخپله یې رېبمه
نور به زه هم ځانته کور پیدا کومه

تر پرونه یې تکیه وه پر پردیو
د ګاونډ او چاپیریال پر شا زلمیو

نه کښتونه په پردیو زرغونېږي
نه د بل په مټو کلي آبادېږي

څوک چي نه لري د خپل ټبر مړونه
د پردیو په لاسو ورانوي خونه

چي کرلي یې په خپل لاس وي تخمونه
د خپل مټ په زور به اخلي درمندونه

چي هر چا وي مار د بل په لاس وژلی
عاقبت به هغه مړه مار وي چیچلی

تاسي هم ځانونه جوړ کړی و پرواز ته
د اسمان پر لور د نوي ژوند آغاز ته

ژوند هغه دی چي په خپل ځان دي باور وي
خپل دي مټ وي، خپل دي ښکار، خپل دي شهپر وي

تر سبا پوري تیار کی وزرونه
په خپل زور به پی کوی اوږده مزلونه

په هوا کي به حملې وي د بازانو
او پر مځکه به توپک وي د ښکاریانو

له بادونو مو هیڅوک نه سي ژغورلای
مور مو نه سي تر قیامت پوري ساتلای.

عبدالباري جهاني
د ۲۰۱۶ کال د جولای پنځه لسمه

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د