په شیبو کې: خالق يار احمدزی

خالق یار احمدزی

بیا را غاړې وزې جانانه په شیبو کې
راته زړه شوې راته ګرانه په شیبو کې

چې نا اهله مشران شول په دې چم کې
دا نړۍ نشوه ودانه په شیبو کې

طواغیت دي مجاهد نه ؤ ولسه
د داعش خونه شوه ورانه په شیبو کې

هلته هم او دلته هم ټغر درټول کړئ
له عراق ، افغانستانه په شیبو کې

د ستړیا احساس ترهغو مونږه نکړو
چې کفار نشي ستومانه په شیبو کې

مبارک دې شه افغانه مجاهده!
چې دې ېووړلو میدانه په شیبو کې

ستا د سپینې پګړۍ ول څومره مزه کا
چې روان وې طالب جانه په شیبو کې

هر هنر زدکړئ په وس مو چې رسیږي
چې شو مخته له دنیا نه په شیبو کې

مبارز شه هر ډګر کې خالقیاره
هر ډګر ندی آسانه په شیبو کې

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د