د ځوانۍ مسافري « ادبي ټوټه»

نصيب رحماني

له واده یې لا میاشت نه وو تیره شوي

چې د سفر تیارې نیوله

مور یې د تګ په وخت ورو په غوږ کې ورته کړه،

زویه !

هغه ناوې دي شرمیږي.

نه شې راوتلای ته ورشه د ننه

که ګورې ناوې سره لاسونه رب ته لپه کړي ،

ورو یې سر ورته راپورته کړ

سترګو کې یه د اوښکو ډنډ جوړ وو

په ماتو شونډو یې مسکا خپره کړه

ولي کوم څه دي هیر شوي ؟

د ځوان خبره خوله کې وچه شوه نه،نه

ورو ورته رانیږدي شو

ای لیونۍ ته خبره یې ؟

کال وروسته چې راځم

تاته به څومره ښکلي شیان راوړم

ان دوه کاله تیریږي چې غربت په اخستي

د مسافرۍ شپې او ورځې بس په سوچو صبا کوي.

ــــــــــــــ
نصیب رحمانی

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د