شعـــــرونه

غزل: نصيب رحماني

نصيب رحماني

ستړې،ستړې ارواګانې راپسې دې
په خوبو کې بلاګانې راپسې دې

مورې ما ورته په سترګو قیصه وکړه
مورې ټولې دعاګانې راپسې دې

یوه عجبه شانتي کیف لکه جنته!
په سوچو کې ښاپیریانې راپسې دې

ښکلي مخ او نعبري زلفي یه ګوره
ته به وایې شهیدانې راپسې دې

شین طوطیانو په وزرو مخونه پټ کړو
د ښکلاو ښکلاګانې راپسې دې

ما د یار حسن لیدلي چیرته نه ده
نو بیا ولي سزاګانې راپسې دې

ته یې غم وخوري خالقه بې ننګي ده
په وحشت کې غذاګانې راپسې دې

رحماني به دي یو ورځ دیدار کومه
رحماني دا سوداګانې راپسې دې

ـــــــــــــ
نصیب رحمانی

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close