شعـــــرونه

غزل: اسدالله غيرت

اسدالله غيرت

دريغه ! د څو کالو مين يې نيمه لار کې پريښوو
ساه ترينه بيله شوه بدن يې نيمه لار کې پريښوو

يو چا په خپل عاشق زره قدرې زړه سوی ونه کړ
په تمه تمه د ديدن يې نيمه لار کې پريښوو

ددې ديار د عريبانو سوال قبول کړ حالق
زور ترينه لاړو کبرجن يې نيمه لار کې پريښوو

يوه شيبه ورسره پاتې نه شو بم ځپلی
د خپلې برخې ځنکدن يې نيمه لار کې پريښوو

ځوانان څوک لاړل څوک روان پردو ملکونو ته دي
افسوس غيرت خپل وطن يې نيمه لار کې پريښوو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x