دسپېڅلي امید او یقین عکاس

فتحان حنفي

پاس د پامیر له هسکو څوکو نه رڼا راځې
خورې دي وریځې په سپین غر ترېنه برېښنا راځې

ترې ځې خزان بیا دغه لور ته سپرلی رادرومې
بیا به بلبل د ګلستان نغمه سرا راځې

که دتورتم په شاوخوا کې عرصه شوه تېره
روښانه ورځ ده ورپسې چې نن سبا راځې

چې رانه تللی په سفر وو زما ډیر یادیږي
شکر دي بیا مې هغه یـار هغه اشـنا راځې

یمه مجنون د حریت په طلب کې ګرزم
دا آزادۍ به په سپیـن مخ لکه لیلا راځې

د غرو لمنو کې به بیا رنګارنګ ګلان وي
بیا هر ډګر او بیابان ته به ښکلا راځې

تاریخ به لیکي په څو پـاڼو بریاوي زموږ
بیا دتاریخ په مخ محمود او احمدشاه راځې

پاکې به یې اوښکې شي که خداي کا نور غم دي نکا
د هر مظلوم شونډو ته بیا هغه مسکا راځې

ټغر ټبر به نور ټولیږي د ظلم وحشت
سپین عدالت دسپین قرآن هم به یې قضا راځې

چې دلته نورخور شي دپاک دین وړانګې به یې ؤزي
سپېڅلي دید ته به یې جهان ټوله دنیا راځې

له خسارو به وي په امن دا خلګ دلته
ددنیاګۍ ژوند هم ابـد ته یې بقا راځې

ستا شعر نه دی لا د شعـر په څېر فتحانه
ستا په شعرو کې به هم وزن برمـلا راځې

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د