شعـــــرونه

د ارواښاد خالص بابا «رح» ۱۲ شعرونه

 «۱۹جولايي» د ارواښاد خالص بابا د وفات له لسم تلين سره برابره ده

۱ـ د خداى ثنا

ستايم كه دي ستايم كه دي نه ستايمه ستايمه
ستايم چه دي ستايم خو چه څنګه به دي ستايمه

ستايمه خاونده ته څښتن زه دي بنده يمه
ستا په ستايش كښې بيرته پاتي شرمنده يمه

وايم كه څه وايم نو داستا ثنا به وايمه
ستا په ستايش لويه څښتنه ژوندي پايمه

ته احد ضمد يي لم يلد ولم يولد يې ته
ته يي لم يزل او لايزال الى الابد يي ته

ستا په دركښي پروت يم په سجده لاس په دعايمه
نه لرم اسره بله بس تاته په ژړايمه

ته رحيم رحمان يي اميدونه شې بس تا وته
بي له تانه خدايه هيله وكړمه بل چاوته

ډيريم ګنه ګار نه خدايګو ټول ګناه ګناه يمه
بيا هم ستا بنده يم چه دستايم خو دستايمه

ډير دي له عذابه خدايه زه يمه په ترهه كښي
تابه څه ليكلي وي ازل كښي زما برخه كښي

زيات مې اميدونه دي چه هومره بي پروايمه
ستا د مرحمت په هيله ژوند كوم هوسايمه

تا چه راته راكړلو توفيق د بندګې خپلي
زه شوم هيله من الى الابد د زندګي ښكلي

هيڅ نه يم كه څه هم زه به هر څه ځان ته وايمه
ته كه خلوص راكړي نو خالص به په رښتيا يمه


۲ـ وهي په بډه

اخره زمانه شوه غله اوښان وهي په بډه
ددى وخت منافق مسلمانان وهي په بډه

دروس په غلامي كښې آزادي د وطن غواړي
دا هغه پرچميان دى چه خلقيان وهي په بډه

ببرك چه لوبي وكړي د امين په سر دا ځكه
فرعون ددى وخت دى چه هامان وهي په بډه

دنيا هغه بوډي ده چه سينګار لري د ناوي
واړه زاړه ځوانان واړه يو شان وهي په بډه

چه پير كړي لارغلطه او دنيا ته په سجد شي
دوكه ورباندي نه شي مريدان وهي په بډه

يو بل ته سره سره دي خو دعوه كړي د يوالي
په نوم د اتحاد واړه سامان وهي په بډه

ځان ساته نبي خيله چې تا هم په بډه نكړي
رهبر چه شي بي لاري رهبران وهي به بډه
۳ـ د دله ګانو وخت دى

نه به شي ميړه نه به ميړانه ورته پاتي شي
نه به بيا د نرو په څير پاڼه ورته پاتي شي

نه به په كږه شمله بيا څوك ورته نر ووايي
نه به بيا د چنګ بريتو مستانه ورته پاتي شي

نه به د دوستانو په دوستي كښې مزه وګوري
نه به د دښمن سره څه ورانه ورته پاتي شي

نه به تري حيا د سپي، سړي، واړه، زره وشي
نه به مجلسو كښې سپين ږيرتانه ورته پاتي شي

يوځل چه دوس شي ښځه واك ترينه تر لاسه كړي
لور او خور يي بل سره روانه ورته پاتي شي

دغه مصيبت خدايه پښتون باندي رامه ولي
خير كه لا چاري له هري خوانه ورته پاتي شي

سوزي نبي خيل چه كله غټ غټ دوسان ويني
مړ به شي كه داسي بي وجدانه ورته پاتي شي

 

۴ ـ اوسنۍ دنيا

اوسني دنيا ته ګورم څه عجيبه ننداره ده
توره شپه سپينه رڼا ده رڼا ورځ تپه تياره ده

ماتي لوټي فولادي شوي ماتوي كلكي ډبري
د فولادو تاب ختلي كه تبي كه هر كاره ده

يعني ټيټ خلك او چت شول او اوچت پريوت د لاندى
د كوهي خوله شوله ښكته سرچپه هم مناره ده

د قيامت نښي راغلي دنيا هسي رنګ نيولي
ګدايي له واګداري نه مزه داره دوباره ده

دا پښتون غيرتي قام وو چي به نورو خان بللو
اوس دا نور واړه خانان دى د پښتون مينه خاره ده

دا په دي چه ځينو ځينو پښتنو پښتو كړه سپكه
دوي پخپله ځكه سپك شول چه پښتو يي هنداره ده

لروبر پښتانه يو وه خو چه مونږ مهاجر نه وو
اوس چه مونږ مهاجر شو روس ته جوړه تراره ده

د روسانو بچيان دلته كړي زمونږ په ضد خبري
وران كاران دي دوي پخپله كړئې مونږ ته اشاره ده

نبي خيله دا ډمان دي دا دبل ډول ته نڅيږي
دا سازونه د دوي نه دي د روسانو نغاره ده
۵ ـ كوڅه ډب 

شيطان ترينه جوړيږي چې انسان شي كوڅه ډب
ياران شي تري بيزاره چې ياران شي كوڅه ډب

نن دلته سبا هلته كله سم او كله كوږ شي
سم جوړ شي منافق چې مسلمان شي كوڅه ډب

نوكر د استعمار شي خپل ملت په نورو پلوري
د كوم هيواد چې پوه ملي ځوانان شي كوڅه ډب

وباشي قام كې ګډه د ژوندون بيړي چپه شي
د چا چه ملايان او واعظان شي كوڅه ډب

وطن ساتلي نشي په چوكې چې كړي جنګونه
ګيدړي ترينه ښي دى چې زمريان شي كوڅه ډب

د هري كوڅي سپي شي د هر چا ډول ته به ناڅي
ځان پلوري په پيسو چې ماموران شي كوڅه ډب

پرون ئې د خلقيانو نن زمونږ به مداحي كړي
چه كله شرميدلي شاعران شي كوڅه ډب

وجدان تري كډه واخلي لياقت ئې رذالت شي
كم سيالونه كم سيال شي چې سيالان شي كوڅه ډب

خالصه خيردي غواړه چه شپي ورځي دى ترخيږي
كه غله شي مجاهد او رهبران شي كوڅه

۶ـ رغړي

سويانو ځان غلط كړه د اوښانو سره رغړي
بازانو ځالي پريښوي د زاغانو سره رغړي

دا ګډي بزي ګوره چه نن څومره بي حيا شوي
په سپينه رڼا ورځ كښي د ليوانو سره رغړي

پرون ئي ورته پلار نيكه واړه بچې حلال كړه
نن هغه بي غيرته د خلقيانو سره رغړي

ما ويل چه داوطن به آخر خپله دوي تباه كړي
ليدل مي مجاهد چې پرچميانو سره رغړي

غيرت څه شو چوكې د پاره وينمه ياران چې
سنيان دي ډلي ډلي شيه ګانو سره رغړي

خالصه تابه هم كاندي بدنام دا شرميدلي
د روس په بدله كښي د غربيانو سره رغړي

 

۷ ـ وحدت دى كه دوكه
پوهيږو چې رښتيا د شهيد ويني خو دي ګراني
نه كيږي دوحدت په پلمي دا ويني ارزاني

كه روس دى كه ملحد كه مجاهد سره يو كيږي
وحدت عجيبه څيز دي چې هر څه ورباندي كيږي

وحدت چې شي پلمه بيانو كافر دي مسلمان
د صلحي په نوم جوړ شي د يواين لخوا پلان

دامونه او داني به راخپري كړي كافران
چه وتړي له پښونه په كښې دا مظلوم افغان

خالصه خداي دي ساته جهادونه دى خرڅيږي
چه څوك وي منافق نو د كافرو سره يو كيږي

 

۸ ـ د پښتنو په سيمه 

پښتو ژبه شوه ډيره خو پښتو شوه بي دركه
دا سيمه د پښتون پښتنو خپله كړه سپكه

نن وينم پښتانه په نورو ژبو باندي وياړي
خپل دود ئې پريښودلي د پردو دودونه غواړي
پښتو شوله بوچنډه هم يې كور شو لاړي لاړي
چه چيرته پښتانه دي يو تربله سره داړي

مورچلو كې دى ناست او دښمني كوي په كلكه
داسيمه د پښتون پښتنو خپله كړه سپكه

منمه پښتو ژبه كښې نامتو شاعران شته
خانان او ملكان هم پښتنو كښې ځوانان شته
دا سيمه د زمرو ده دلته اوس هم بازان شته
افسوس دى دى ځنګل كښې هم داړونكې ليوان شته

ليوان د استعمار دا شرمښان پالي نن ځكه
داسيمه د پښتون پښتنو خپله كړله سپكه

۹ ـ د تكبير نعره

هسي دروند دي لكه غر
هسي روڼ دي لكه لمر
لوړ تر عرش معلى دی
ترينه ځار شه لروبر
مقابله كښي يې خوري ماتي
طاقتي توره او سپر
ترينه ځار د نبي خيل شه
مور او پلار او مال وسر
كه چا سر كړو ورته ښكته
په سرو كښي به شي سر
او كه چا خو ورته شاكړه
بيا به نه شي مخور
په كافرو زلزله ده
مسلمان ته دي اختر
نبي خيله دانو څه دي
دادی الله اكبر
۱۰ـ د شهيدانو ياد

بيا مې چليدلي نوي روح دي په بدن كښي
شپه مې تيره كړې د سرو ګلو په دمن كښي

سرې ويني روانې وې د مښكو ښكلي بوي پكښي
ښكلي نندارې وې نظاريي وي ښكلي بڼ كښي

آخوا د شيدو، شهدو، شرابو او اوبو ويالې
دي خوا د مرغانو آوازونه وه چمن كښي

هلته د كوثر وياله روانه تكه سپينه وه
نورخلك راتلل ورته نيكان چه وه كفن كښي

سرو جامو كښي راغله يوه ډله ګلابي غنچه
زه شومه حيران چه دا جامي دي د چا تن كښي

غږ وشو خالصه! مونږ ستا يو شهيدان بچې
ټول شهيدان تاته انتظار يو دي وطن كښي

سرمي چه راپورته كو تودي اوشكي مي تويي شوي
خدايه ! ما شريك كړي هم د دوي سره رفتن كښي

 

۱۱ ـ ملت شو در په در

ستي شوم لولپه شوم يمه پروت په سور انګار
يارانوته ښكاريږم روغ رمټ او سلامت

ملا كه مجاهد دي او كه زبرګ د زماني
شيطان چه ورپسي شي او له عقله شي بهر

بيا كاندي فسادونوته هرډول بهاني
نه شرم نه حيا لري ملت كړي در پدر

بي چرسو بي شرابو يا نشه وي يا خمار
ستي شوم لولپه شوم يمه پروت په سور انګار

پخپله وي بي لاري كوي بل ته نصحيت
يارانو ته ښكاريږم روغ رمټ او سلامت

دا مونږ چه درپدر خاوري په سر شو دا په څه
دا څوك وه او د څه لپاره دوي وژلو مونږ

هيواد شو ولي وران زير او زبر شو دا په څه
د سپو په څير روسانو شپه او ورځ خوړلو مونږ

په عقل او په شرعه نه جوړيږ دغه كار
ستي شوم لولپه شوم يمه پروت په سور انګار

خو لروه او كه بر وه پښتنو وكړو غيرت
يارانو ته ښكاريږي روغ رمټ او سلامت

روسان خو درپدر شول خو دا مونږيو هسي پاتي
ودان نه شو هيواد او نور لاهم شو درپدر

كابل كښي ډيري خوني بي ګناه شولي ميراتي
دا پاس كيمپ ته ورتير شي چه دي څنګه ښځي نر

ګبين شوه راته زهر او ملستني شولو مار
ستي شوم لولپه شوم يمه پروت په سور انګار

لوټيږي رڼا ورځ كښي د تور سرو پت عزت
يارانو ته ښكاريږم روغ رمټ او سلامت

په كومه خوله به وخاندو يارانو دا مو حال دي
له دي غمه به څرنګه ملت ته نجات وركړو

د ګډو په څرمن كښي ځناور جوړ كړي چال دي
په څه به خپل عزت ننګ اوعفت ته نجات وركړو

دا وني د كركڼي راته نه نيسي انار
ستي شوم لولپه شوم يمه پروت په سور انګار

بدله چه صحنه نكړو د خداي په مرحمت
چټي خلكو ته ښكاريږو روغ رمټ او سلامت

راځي چه شو يولاس د خداي په لاره سره سم
بلبلو په څير نه شو چه ګلانو ته به ناڅو

جهاد له سره پيل كړو وړاندي واخلو يو قدم
د خولي خبري پريدو بسم الله كړو او ورپاڅو

ياجوړ كړو دا وطن يا شو منصور غوندي په دار
ستي شوم لولپه شوم يمه پروت په سور انګار

خالصه په بل څه خونه جوړيږي دا ملت
يارانو ته ښكاريږم روغ رمټ او سلامت

۱۲ ـ الله اكبر

بيا افغانستان شو د بې ايمانو په لاسو كې
بيا د مسلمانو پښې شوې بندې زولنو كې

تورې لړې بيا د كفر دلته راخپرې شولې
بيا د ظالمانو د نيشې شپې ورځي راغللي

ويني د ملت څښي د شرابو په پيالو كې
بيا يي بي پردي كړي د افغان ميرمنې ښكلي نن

بيا تازه ګلونه د اسلام دي وچيدو كي
دور د نفاق نن په افغان ولس راغلي دي

غله دي چې ځان نغاړي د كوربه وو په جامو كي
نه پريږي قرآن چې شي راپورته د ممبر څخه

بيا د انقلاب انقلاب چيغې دي چې اورو يې
بيا سيلاب د وينو به شي سم خپلو پردو كي

نن دي كه سبا دي سبا كيږي نبي خيله به
ستوري د اسلام كړي پلوشې په تكبيرو كې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x