qudratullah_haddad_farhad

څرگندې څرگندونې (۲ )

د خليل الله قتيل زوى خوږياڼي ټولونه:

قدرت الله حداد “فرهاد”

* د بغداد، استانبول، ډيلي، بخارا، ثمرقند او سامانيانو په دربارونو كې پاړسو چليده.

* په تركيه كې تركي، بغداد كې عربي، هند كې انگليسي ازبكستان كې ازبكي، پاكستان كې اردو ژبې رسمي شوې.

* اميرشېرعلي خان پښتو ژبه په القابو او عسكري منصبو او قوماندو كې راوسته.

* اعليحضرت امان الله خان غازي پښتومركه جوړه كړه او غوستل يې، چې د بېلابېلو سيمو ويي(لغات) راټول او پښتتو ژبه پياوړې كړي.

–  په يوه مجلس كې مولوى محمد حسين هندي امان لله خان ته وويل:

تاسې چې پښتو رسمي كوئ! دننگرهار لهجه غواړئ او كه د كندهار؟

امان الله خان وويل:  د كندهارلهجه خوږه ده.

مولوي وويل، چې:  د كندهار لهجه زنانه ده. امان الله خان دومره عصبي شو، چې تومانچه يې راوايستله.

دغه مطلب د انقلاب افغانستان په كتاب كې همدغه مولوي په اردو ژبه ليكلى، خوبيا پښتومركه وځنډيده.

– امان الله خان له پښتو ژبې سره مينه درلوده. د امان افغان په جريده( پنځم كال لسمه گڼه۱۳۰۳ ل.هـ) كې ليكل شوي، چې د تركيې سفير په خپله وينا كې د شيخ السفير په حيث وويل:

ډېربه خوشحال وم ؛ كه ماخپله وينا په پښتو ژبه، چې د اعليحضرت خوښه ده كړې واى، خو بيا هم اعليحضرت په تركي ژبه ښه پوهيد او دغه ژبه ورته پردۍ نه وه.

*  پر بانكنوت دامان الله له وخته پښتو ليكل شوې ده.

* د اعليحضرت امان الله خان او اعليحضرت محمدنادرشاه په اساسي قانون كې د ژبې موضوع نه ده ياده شوې، خو دفتري ژبه د اعليحضرت احمدشاه بابا تر زمانې پاړسو وه.

*  په ۱۱۳۰۸ل.هـ كال كې محمدگل خان مومند د كورنيو چارو وزيرپه توگه خپله وينا په پښتو ژبه و كوله او د وخت په اخبارونو كې خپره شوه.

* په ۱۳۳۴ ل كال ډيپلوم انجنيرغلام محمد فرهاد د كابل د خلكو وكيل په لويه جرگه كې ” وويل:

– په شاهي كورنۍ كې يوالى نشته او كه دغه دوه گوندي بڼه، ملت ته راكښته شوه بيا به لويه بربادي راشي. د اسلام او وطن لپاره تاسې دې خپل بېلوالي ته دوام مه وركوئ، پخپلو كې جوړ او يوموټى شئ!”

* د ۱۳۴۳ ل كال اساسي قانون د وږي(سنبلې) په ۲۹ تصويب شو؛ د [ مذهبي، قومي او گوندي سياليو](ډيموكراسۍ) دوه يمه لسيزه پيل شوه.

* پښتو په ۱۳۴۳ل كال په لومړي ځل اساسي قانون كې راغله.

– اعليحضرت محمد ظاهرشاه فرهاد ته وويل، چې: د پښتو ژبې پرموضوع ډېرټينگار ونه كړئ، چې پښتو دې يوازنۍ ملي او رسمي ژبه وي.البته دواړه ژبې پښتو او پاړسو به رسمي وي.

– كله، چې دا موضوع مطرح شوه؛ ځينو وكيلانو دا هم نه منله.

– فرهاد وويل: نه يوازې پښتانه په افغانستان كې اكثريت دي؛ د سرحد پښتانه هم زمونږ وروڼه دي، چې سترگې يې زمونږ خواته اوړي.

– رمضان علي شريفي د بهسود وكيل وويل: ” څوك، چې د پښتو ژبې نوم په هوښيارۍ كې اخلي خاين دى او كه نه پوهيږي جاهل دى”.

– د دغه سړي ځواب پوهاند صديق الله رشتين داسې وركړى، چې:

څوك، چې د هېواد د محترمو شخصيتونو بې احترامي كوي! پخپله د يو بازاري او سپك شخصيت خاوند وي”.

فرهاد له لويې جرگې ووت.

– مولوي عبدالرب د مولوي عبدالرزاق اندړمشهور مجاهد ځوى فرهاد ته وويل:

پاپاجانه(فرهاد ته بخښل شوى نوم) تانه دي اوريدلي، چې وايي: ” هندوان پيسې گټي؛ پښتانه كيسې!”.

– عبدالهادي دا وي او نورو مداخله وكړه، چې: پښتو رسمي او ملي؛ پاړسو رسمي ژبه شوه او په 35 ماده كې راغلل، چې”  دولت مكلف دى د پښتو د پراختيا لپاره وړ اقدامات وكړي”.

– په عمل كې پښتو لومړۍ وه، خو له پاړسو سره برابره او مساوي هم نه وه؛ ټولې ادارې په پاړسو چليدې او دا، چې د دولت ماموربايد په دوه ژبو پوه وي؛ دا هم چا نه منله او په ډېرجنجال ولسي جرگې په ۱۳۴۵ ل كې تصويب كړه. د دوه سوه شپاړسو وكيلانو له جملې  يو سل و اتيا تنو په اكثريت فيصله وكړه؛ موضوع خلاصه شوه، خو عملي نه شوه.

– د شاهي كورنۍ ځوانان په دې خوابدي وه، چې دوى په پښتو خبرې نه شي كولى او يا يې نه كوي.

* د خلكوډموكراټيك گوند له دې خبرې گټه پورته كړه او د رحمان بابا او خوشحال خان د ښوونځيوزده كوونكيو ته يې ډاډ ور كړ، چې:

– د خلكو گوند د ژبې ملي ستونزه په ډيموكراټيك بنسټ او د اكثريت پر خوښه حل كول غواړي.

* شوروي اتحاد، پاكستان او ايران هر يوه خپل خپل غرضونه درلودل. ترټولو مهمه د شاهي كورنۍ بې اتفاقي وه، چې سردار محمد داود يې په سركې ولاړ و.

* پوهنتون، پوليتخنيك، صنعتي ادارو او عالي دارالمعلمينونو، چې څومره فارغان ټولنې ته وركول د هغو د جذب لپاره په دولتي چارو كې نورځاى نه و. نورې پانگوالې موسسې هم دومره ډېرې نه وې؛ نو دغه فارغان پخپله د يوه بدلون لپاره له نړيوالو او ملي حالاتو اغېزمن شول او پرته له دې، چې ملي گټو ته وفاداري څرگنده كړي، بېلابېل گوندي فعاليتونه پيل شول.

* گاونډ هېوادونه په دې پوهيدل، چې كه ظاهرشاه نه وي په هېواد كې بل نظام ټينگيدى نه شي.

گاونډ هېوادونو ځوانانو ته دا خبره كوله، چې:

– پادشاه به تركله ناست وي؟

– د افغانستان په دومره خلكو كې هيڅوك دا صلاحيت نه لري، چې د محمدزيو ځاى ونيسي؟

* نو هر چاته به دا غيرت ودريد، چې:

– دا سمه خبره نه ده، چې د هېواد د سروالۍ لپاره دې همدغه يوه كورنۍ وي.

* اعليحضرت ظاهرشاه دكمونستانو، اخوانيانو، روڼ اندو، شوروي، پاكستان، ايران، امريكا، فرانسې، چين او د ټولې نړۍ د غوښتنو ښكار شو.

* د ظاهرشاه نږدې ملگري، چې په ارگ كې ورسره ول هم مخالف شول او مخالفت يې ان په كورنۍ كې څرگند شو. په داسې حال كې، چې د هر يوه هدف، غوښتنه او پوښتنه په مخالفت كې بېله وه. لكه، چې وايي: ((د سپو مسافر ته يوه ده)).

* يوازې عامو خلكو او هېواد غوښتونكيو او د گوتو په شمېر روڼاندو نه غوښتل، چې شاهي نظام دې ړنگ شي.

* د ظاهرشاه د ډيموكراسۍ فرضيه غلطه وخته؛ ټولو د ده په وهلو پيل وكړ، خو تر يوه حده دمحمد داود په راتگ راضي شوي وه.

* دوكتورمحمديوسف،  محمد هاشم ميوندوال، نوراحمد اعتمادي، دوكتورعبدالظاهراو محمد موسى شفيق صدراعظمان شول.

* صدراعظم دپادشاه لخوا ټاكل كيده او ولسي جرگې د ويسا راى وركوله، چې نه منل يې له پادشاه سره د ټكر معنا درلوده.

* دوكتور يوسف دعقرب د درېيمې پېښې مسوول او بيا د لاجوردو غل شو.

* محمد هاشم ميوندوال له رسمي مقام څخه د خپل حزب په گټه كار اخست او د سي اي اى ملگرى شو.

* نوراحمد اعتمادي د روسانو ملگرى او د محمد داود لپاره د مثبت تبليغ په تور تورن شو.

* دوكتور عبدالظا هرپه محيلتوب او په سياسي چارو كې په يې كفايتۍ متهم شو.

* موسى شفيق دهلمند داوبو دكشالې په فيصله كولو له ايران سره په معامله او له پاكستان سره د ډيورنډ كرښې د منولو په تور پرته له دې، چې كومه رسمي خبره شوې وي تورن شو.

* ظاهرشاه د ۱۳۵۲ل كال دغبرگولي په پاى كې د درملنې لپاره اروپا ته ولاړ.

* محمدداود د چنگاښ په ۲۶ د جمهوريت له پيغام او خپلو چپي ملگرو سره راغى او د افغانستان هوسا ژوند يې برباد كړ.

[فرهاد حداد قدرت الله – د افغان ملي تاريخ

د ساپي پښتتو څېړنو او پراختيا مركز، چاپ ۱۳۸۳ل – ۵۴۴ – ۵۴۹ مخونه]

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.