نظــر

ولسمشر د اعدام له حکم ورکولو وروسته قلم مات کړ

ليکوال او شناند
نظرمحمد مطمئن

کله چې د اشرف غني له خوا د ۶ تنو د اعدام حکم لاسلیک کیدی، د پوهنتون استاد ویل چې موثق خبر دادی چې کوم قلم باندی يې لاسلیک وکړ هغه يې مات کړ.

موږ له استاد څخه وغوښتل چې همدا خبره ثقه کړي، دوه اونۍ وروسته يې وویل چې غني دوه قلمونه مات کړي وو، او د ارګ سرچیني دوه خبرې کوي:

لومړی قلم هغه چې کله يې لاسلیک کاوو، مخکي له لاسلیک څخه يې مات کړ، او بل قلم هغه وخت چې لاسلیک يې وکړ مات يې کړ.

مګر ځینې بیا وایې چې اصل کي د ۵ تنو د اعدام حکم وو، هغه اشرف غني لاسلیک کړ، او قلم يې مات کړ، ولي د ډیر فشار او زور له کبله چې په غني باندي راغی او دده د حکومت شریکانو ورڅخه غوښتل چې شپږم نفر هم باید اعدام شي، احمدالله چې د استاد رباني د قتل په تور کې زنداني وو، نو بیا چې په وچ زور باندي په غني ومنل شول چې د اعدام حکم باید لاسلیک کړي، له هغه وروسته يې دویم قلم هم مات کړ.

ماته تر ټولو جالبه داوه چې کله مې د پوهنتون له استاد څخه واوریدل چې د اعدام له حکم وروسته يې هغه قلم مات کړ. همدا ډول کله چې کرزي به د اعدام حکم لاسلیک کړ، بیا به يې هغه قلم مات کړ.

د جهاد پر مهال د مجاهدینو د رهبرانو یوه ډله روسیې ته تللي وو، اغای محسني ، استاد رباني او ځينې نور د مجاهدینو رهبران پکې وو، په روسیه کې دوی ډیر احتیاط کاوو چې حرام خواړه ونه خوري، په یو یادښت کې لیکل شوي چې ځینو رهبرانو یواځي په اوبو کې جوش شوې هګۍ خوړلي او نور خواړه يې ځکه نه خوړل چې په ګناه کې ونه لویږي.

د مجاهدینو د رهبرانو داکار ځکه د تعجب وړ وو چې په افغانستان کې يې د یوبل پرضد د قتل فتواوي ورکولي، د جمعیت او شورا نظار کسانو د حزب اسلامي مجاهدین وژل او د حزب اسلامي والو بیا د جمعیت او شورا نظار. په خوړو کې احتیاط او په قتل کې بې پروايې او جواز؟؟؟

نو غني چې د یو نفر او یا شپږو نفرو اعدام اړوند دغسي تمثیل کوي، ولي د بې ګناه افغانانو د وژلو اړوند څه نه کوي، همهغه کار دي لکه د مجاهدینو ځینو رهبرانو چې کبیره ګناه کوله، مګر په خواړو کې يې احتیاط کاوو. اوس نو د غني د یو نفر اعدام او یا ۵ نفرو اعدام کې تمثیل او بیا هره ورځ دواړو لوورو ته په لسګونو افغانانو وژلو اړوند چوپه خوله، هیڅ ډول د جګړې د دریدو هڅي نشته، بلکې اصرار دي چې طالبان باید ووژل شي، له منځه ولاړ شي او نابود شي.

کله چې په زور او فشار باندي د یو نفر د اعدام حکم لاسلیک کوي، او خپله هم داخبره مني، نو بیا د قلم د ماتولو تمثیل ته کومه اړتیا ده؟؟؟

سمه ده د طالبانو وژل خو تاسي غواړئ خو د اردو د عسکرو او پولیسو اړوند مو څه کړي، هغه چې هره ورځ په لسګونو کسان د هیواد په بېلابېلو برخو کې وژل کیږي.

که په رښتیا مو په افغان ولس خواه بدیږي، نو د جګړې مخنیوی په کار دی، د پردیو د ګټو له پاره کار د خپلو افغانانو له وژلو څخه لاس اخیستل په کار دي.

زه په ښکیلو اړخونو ږغ کوم چې د افغان ولس غوښتنې واوري، د هیواد څخه د بهرنیو هیوادونو د پوځیانو د وتلو او په هیواد کې د یوې تلپاتي سولي لپاره له ولس سره په ګډه کار وکړي.

الله ج دي موږ له تمثیل کوونکو تپل شوو افغان مشرانو څخه خلاص کړي، تر څو رښتوني افغان استازي ولرو. او په هیواد کې د ولس د هوسایې او امن لپاره کار وکړي. آمین

ما چې کوم څه ولیکل وروڼه او دوستان دي د پرونیو مجاهدینو ، د کرزي او غني او سیکولرانو اړوند عمیق فکر وکړي، دا به تاریخ ته پريږدو، که د راتلونکي اړوند نظرونه سره شریک شي چې څه ډول کولای شو چې د جګړې د تنور (افغانستان) پرځای د سولي او امن کور ( افغانستان ) ولرو، موږ ته څه کول په کار دي؟ جګړه، که د جګړې خلاف ولسي فشار؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساپی

پتمن انجینرصیب. که چیرته دسولی دمقدسی کلیمی داستعمال څخه ډډه وشی ښه به وی. که چیرته دخوشحال خان خټک شعراودامپراتوراودبابادلارښوونو سره سمه کړنه وکړو نودټولوبدبختیوموربه مو وژلی وی. شعر:پښتانه که په بل څه فکرکا ناپوه دی. بی له توری خلاصی نشته په بل کار ددی شعر دمصداق لپاره ښه بیلګه ولیده کله چی دطالبانو دوخت خارجه وزیر ښاغلی متوکل صیب اوځيني نورو کسانو دامریکا ګوډاګیانو ته ځانونه وسپارل څه ورسره وشول عيان ته بیان دی؟ یادامریکا دوخت ددفاع وزیر رمزفیلډ رسنیو ته راووت ویی ویله چی مونږ القاعده +طالبان موپه یوه قبر کی دفن کړل ددی سره جوخت رب وهلی… نور لوستل »

افغان

دروند ورور انجینر صاحب ، ډيره مننه ، نه یواځی دا بلکه تل ښکلی ، په وافعیتو او حقایقو ډکو لیکنی لیکی ، مګرچاته یی وایی ؟ اداره ، غلامه ، ناوړه او فاسده او مظلوم اولس د لوږی او زده کړو د فقر اود مرمیو لاندی په بی وسیو کی د بی وسیو کی ژوند تیروی او هغوی چه اګاه شوی مقاومت او یا زندانو کی دی د خالق او مخلوق د رضا د پاره په مالو او ځآنو تر اخری کچی فربانی ورکوی . څه چه زه ستاسی د ښکلی لیکنی سره یوځای کول غواړم هغه دا دی… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

پشتون او مسلمان ورور ساپی صاحب السلام علیکم ستتسی نبصره د ستاینی وړ ده ډیره می خوښه شوه اموزنده او په حقایقو یی تکیه لرله. مګر ستاسی د دوه ټکو سره توافق نه لرم : لمړی : تاسی لیکلی [ دخوشحال خان خټک شعراودامپراتوراودبابادلارښوونو سره سمه کړنه وکړو نودټولوبدبختیوموربه مو وژلی وی] . امپراطور ( استعمارګر ) او امپراطوری ( استعمار ) ته ویلی شی ، استعمار معنی د نورو تعمیرول ، سره د دی چه په ښکاره دومره بده معنی نه لری مګر اصلی معنی یی د نورو استثمارول او غلامولو ته وایی زمونږ مشران لکه احمدشاه بابا هندوستان… نور لوستل »

صديق الله مصطفى

اخ اخ لويه خـــــــــدايه
دى ظالمانه او وحشت ته وګوره دايرانى جاسوسانو دزيات پشار له امله تر ګل نازک ځوانان اعدام کوى زما خو له سترګو اوښکى راشى ،،او دا پوښتنه مى زړه ته راشى چى ولى ددى لاسليك دکولو په وخت په دوۍ کوم الهى عذاب نازل نه شو او ولى يي ګوتى ماتى نشوى ،،

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x