نظــر

افغان مهاجرين په ناکړې ګناه ځورېږي

لیکوال: رستم شاه مومند
(کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر)

ښايي په هیڅ ځای کې حکومتونه د ملي منافعو له اساسي موضوعګانو سره دومره سطحي برخورد ونه کړي، لکه څنګه چې په دې وروستیو کې ځیني وزیران، سیاسي شخصیتونه او یو شمېر بیروکراتان د افغان مهاجرینو په خلاف توندې څرګندونې کوي. د خواشينۍ ځای دی چې زمونږ اکثره رهبران د هغو موضوعګانو په اړه څومره ناسم پوهاوی لري چې له هیواد او ټولنې سره خورا نږدې تړاو لري!.

ځینو حکومتي چارواکو یو عجیبه او غیرمسولانه ګام اخیستی او لګیا دي افغان مهاجرین په هیواد کې د روانې بد امنۍ لامل ګڼي. داسې ورځ نه شته چې په تلویزوني بحثونو او ورځپاڼو کې د افغان مهاجرینو په خلاف ناوړه او زهرجنې څرګندونې نه کیږي. د ډیرو لږو خلکو دې ته پام وي چې د مهاجرینو پر ضد د دې پراخو او خپلسرو تبلیغاتو زیان به ملي منافعو ته څه وي؟ داسې یې ورپسې راخیستې وي ته به وایې چې د پاکستان نږدې ټول امنیتي موضوعات د مهاجرینو په شتون پورې تړلي دي.

د مهاجرینو په خلاف څرګندونې له ګڼو خواوو څخه اورېدل کیږي او مخ په زیاتېدو دي. خو د دې ټولو څرګندونو اساس او تهداب غلط معلومات، کاملا ناسمې احصائیې او غیر معقول نظریات دي.

داسې باورونه شته چې افغان مهاجرین د بد امنۍ لامل او په هیواد کې د جرائمو تر شا لاس لري. باید حقیقت پټ نه شي. د پیښور په پوځي ښوونځي او یا د چارسدې په پوهنتون بریدګر افغان مهاجرین نه وه. هغوی په افغانستان کې برید پلان ګذاري کړې وه، خو په پاکستان کې له مېشتو مهاجرینو سره یې هیڅ تړاو نه درلود. په افغان مهاجرینو باندې یې پړه اچول له انصاف او عقل لیرې قضاوت دی.

په خیبر پښتونخوا کې ټول مهاجرین خپله مزدوري کوي او کورنۍ ته نفقه پیدا کوي، د حکومت مرستو او خیرات ته یې سترګې نه دي نیولي. له بلې خوا مهاجرینو د سیمې په پرمختګ او اقتصادي ودې کې د پام وړ برخه اخیستې. په زراعتي او تعمیراتي ځمکو کې کار کوي او یا په ټرانسپورټي برخه کې مزدوري کوي. سربېره پر دې، لوی تعداد مهاجرین ګرځنده پلورنځي لري او د سړکونو په غاړه په لاسي ګاډيو کې توکي خرڅوي او همداسې نورې مزدورۍ کوي.

بله بې بنیاده خبره د «غیر قانوني» افغان مهاجرینو د شتون ادعا ده. دا غیر قانوني مهاجرین څوک دي؟ هغه چې حکومتي ادارې يې په راجسټر کولو کې پاتې راغلي دي. ایا په رجسټر کولو کې زمونږ د ناتوانایۍ پړه د هغوی په غاړه ده؟ یو سړی چې په هیواد کې تر ۳۵ کلونو زیاتې مودې لپاره بغیر له کومې جنایي دوسیې څخه اوسیدلی وي، کله چې د سړک په غاړه د خرڅلا توکي ګرځوي، د «اسنادو» غوښتنه ترې کیږي. کله چې نوموړی ونه شي کولی معتبر اسناد وړاندې کړي سمدستي تورخم ته وړل کیږي او له پولې هاغاړه ورټېل وهل کیږي. د کورنۍ غړي یې بې سرپرسته پاتې شي او له ژړا او فریاد پرته بل څه نه لري، همدا په کور کې یوازینی کس وه چې یوه لقمه ډوډۍ به یې ورته ګټله. څه منافقت روان دی؟!!

په نړیوال قانون کې هیڅ مهاجر په زور خپل هیواد ته نه شي لیږل کیدی. خو پاکستان له دغه قانون څخه روزمره سرغړونه کوي. ایا هغه به کوم پیغام وي چې د مهاجرینو له جبري لیږنې سره یوځای یې مونږ افغانستان ته لیږو؟

د اسلام اباد لیدنې کتنې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ورورګلوۍ اړیکي ټینګوي او په تلپاتي ډول یې سره نږدې کوي… دا هغه د خولې تشې خبرې دي چې له ځمکنیو واقعیتونو سره هیڅ اړخ نه لګوي.

تر دې مهمه دا ده، هغه پرګنۍ چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې یې په سیمو او کلیو کې افغان مهاجرین پراته دي، هیڅکله یې د مهاجرینو په خلاف غږ نه دی اوچت کړی او نه یې ترې شکایت کړی دی. مهاجرینو او سیمه ییزو خلکو په تېرو لسیزو کې ګډ سوله ییز ژوند تېر کړی دی او دا هغه اساسي فکټور دی چې د پاکستان په خاوره د افغان مهاجرینو د پایښت لامل ګرځیدلی.

دا غږ چې «مهاجرین نور نه شو زغملی» د هغو سیمه ییزو خلکو له مینځ څخه نه راپورته کیږي چې د مهاجرینو کوربه توب کوي، بلکې له هغو مېشت ځایونو څخه راپورته کیږي چې هلته په ډیره کمه اندازه مهاجرین اوسیدلي. دا ډیره د تعجب خبره ده.

د مهاجرینو په اړه ارقام او احصائيې له مبالغې ډکې دي، ترڅو خلک وویرول شي، په دې کې یې منافع او مفادات نغښتي دي. دا یوه پوچه ادعا ده چې په خیبرپښتونخوا کې یو ملیون غیر راجسټر مهاجرین اوسیږي. په ټول هیواد کې د غیر راجسټر مهاجرینو شمېر یو میلون ته نه رسېږي، ښايي په ټول هیواد کې غیر راجسټر مهاجرین له ۵ لکو څخه تر یو میلون پورې وي.

په زور د شړلو خاطرې نه هېریږي او په یاد کې پاتې کیږي. له هند سره مشکلات او اوس تازه له ایران سره مشکلات زمونږ په اوږو یو دروند بار دی. مخکې له دې چې ډیر ناوخته شي راځئ له افغانستان سره کاري اړیکي ټینګي کړو. په یاد ولرئ چې د کار ډیر چانسونه شته: د کاسا ۱۰۰، ټاپي، اوږد سرحد، مشترک سیندونه، مرکزي آسیا، د کونړ په سیند د آبي بریښنا پروژې او همداسې نور فرصتونه موجود دي. مونږ باید له تصمیم نیولو نه مخکې د راتلونکي په اړه فکر وکړو او د ستونزې بشري اړخ په پام کې ونیسو.

په داسې حال کې چې د مهاجرینو په پلرني ټاټوبي کې کورونه او کلي ویجاړ شوي وي، په وطن کې يې د بد امنیو او جګړو اور بل وي، ښوونځي، روغتونونه، بریښنا او نور سهولیات ونه لري، کار نه پیدا کیږي، ۴۰٪ وګړي بې کاره وي او په تېر یو کال کې دوه لکه افغانان د غربت او بد امنۍ له کبله کډوالۍ ته اړ شوي وي چې ګڼ یې په اوبو کې ډوب شوي دي، ایا دا به انصاف وي چې په داسې وضعیت کې مونږ مهاجرینو ته د تګ ضرب الاجلونه وټاکو؟!

د پالیسۍ جوړوونکو ته په کار ده چې له یوې خوا عیني حقایق درک کړي او له بلې خوا د خپلو پرېکړو په اوږدمهالو اغیزو ځان خبر کړي. د دې ترڅنګ باید متوجه اوسي چې د انصاف، عدالت او بشري مسئولیتونو غوښتنې څه دي.

که یو ځل حالات ښه شي افغان مهاجرین خپل هیواد ته ستنېږي. تر هغه وخته پورې یې باید په اړه غیر عادلانه، غیر اخلاقي، غیر قابل تطبیق، جبري او یا داسې تصمیم ونه نیول شي چې د پاکستان په وړاندې هغه لږ پاتې ښه نیتونه هم په اوبو لاهو کوي. هیڅ داسې ګام باید وانخیستل شي چې دغه سوله خوښي مهاجرین وځوروي، د ازار او اذیت لامل یې وګرځي او یا د نړیوالو قوانینو څخه په کې سرغړونه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
HEWAD KHAN

دغه لیکنه چه چاته لیکل شوی ټول پوهیږو چه هغه خلګ په پښتو نه پوهیږی نو پکار ده چه دا لیکنه په اوردو یا په انګلسی لیکل شوی وای ډیره به نشره شوی وای او لږ اثر به یی هم کړی وای …اوس چه داسی نده شوی نو که یی اوس څوک په نوموړو دوو ژبو ترجمه کړی شاید ګټه به وکړی ځکه ددی ژبی(پښتو) لوستونکی ټول پدی حقیقت پوه دی دا نور پویول پکار دی.

عابد

دهیوادخان نظرتاییدوم

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x