شعـــــرونه

دوی د شاعر له قدره نه دي خبر

عبدالرحمن محمود

دوى د شاعر له قدره ندي خبر:
چي لنډه لاره باندي زړونو ته ځي
ډبرين زړونه لکه شم ويلوي
چي پر فکرونو انقلاب راولي
أو دفکرونو نوى باب پرانيځي
راته درسونه د عبرت راکوي
د خواږه خوبه مي هميش پاڅوي
چي د غزا نقشه په خيال درکوي
په پټو سترګو خوږ وصال درکوي
په يوه رپ کي تر برزخه پوري
هم رسوي دي تر فلکه پوري
دا دشاعر جانان قلم مشواڼى
لکه ألماس تر حديد پورې ورې
د غماز رګ و پى ټوټه ټوټه کړي
هو: دوى دشاعر له قدره ندي خبر:

چي شاعرانو پسي تل غپيږي
او دشاعر دقلم سهوې کاږې
او شعر بولې شيطاني ملکه
چي شعر ندى رحماني ملکه
سينه دي چاک سي د رومي په خنجر
ښارګ ئي غوڅ شه د سعدي په نشتر
دا دحافظ په وار قلم ئي شه سر
دوى أديبان او أدب څه پيژني
دا کوڅه ډب کوڅه ډب ښه پيژني
دا د رحمان بابا په آه سوځلې
دوى ته خوشال يو عادي شخص ښکاري
د أحمدشاه بابا ده قومه ندي
دا دشاعر مشرق اقبال په ژبه
د هرې سوبي څخه پاته خلګ
له هره سياله څخه شاته خلګ
هو: دوى دشاعر له قدره ندي خبر:

د شعر غزا ده له حسانه پاته
تائيد ئي خپله روح القدس کړى
شعر الهامي ملکوتي ژبه ده
شعر له دردو ترجمانې ژبه ده
ځما د ټاټوبي د اشغال پر وړاندي
د شاعرانو هڅې ستايمه تل
چي د غزا ميدان ئي تود ساتلى
د شاعرانو لاهوتې نغمې دي
چي زاره چاودى سو هجران کي د يار
نور دا محمود له ياره وصل غواړي
د شاعرانو څخه شعر أصل غواړي
هو: دوى دشاعر له قدره ندي خبر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x