افغانستان

طالبان : د پاکستان حکومت بايد د مهاجرو له ځورېدو لاس واخلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۳۰مه ۱۳۹۵ل):طالبان وايي د تورخم له وروستۍ پيښي وروسته افغان مهاجرين د پاکستان حکومت سخت ځوروي ، بې موجيبه يې نيسي او د هيواد پرېښودلو ته يې اړ باسي.

طالبانو په هغه اعلاميه کې چې په پاکستان کې د افغان مهاجرينو د ځورېدو اړوند يې خپره کړې د پاکستان له مرکزي او د خيبر پښتونخوا له آيالتي حکومته د ښه ګاونډيتوب د احترام په خاطر غوښتي چې نور بايد د افغان مهاجرينو له ځورېدو لاس واخلي او د ورورۍ چلند ورسره وکړي تر څو دا مظلوم وګړي د انتقام او ناسم سياست قرباني و نه ګرځي.

طالبان لا تر دې دمه د افغان مهاجرينو لپاره خپل هيواد نا قرار او د امريکا تر مشرۍ لاندي د اشغال جګړه روانه بولي ، دوی زياتوي چې افغان مهاجرينو ته هلته د ژوند کولو يو لړ مشکلات متوجه دي نو د پاکستان حکومت بايد د اسلامي او انساني همدردۍ په اساس په اوسنيو سختو او حساسو شرائطو کې د ورورۍ لار خپله کړي.

اعلاميه ليکي امريکا د يادو اولسونو ترمنځ کلکه ورورګلوي په هيڅ صورت نشي زغملای او له همدې امله هڅه کوي تر څو د دواړو ملتونو تر منځ په يوه او بله پلمه د ناراضۍ تخمونه وشيندي او له همدې لاري خپل کرغېړن اهداف تر لاسه کړي.

طالبان وايي په تيرو درې نيمو لسيزو کې د ګاونډي هيواد پاکستان د صميميت او ورورګلوی هغه برخورد ته د قدر په سترګه ګوري چې له افغان مهاجرينو سره د دې هيواد له لوري شوی.

طالبانو د افغانستان او پاکستان پر اولسونو غږ کړی تر څو هغه جهتونو ته سخت متوجه شي چې غواړي د دوی تر منځ بد بينۍ را ولاړي او واټنونه زيات کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

دپاکستان عوام چی کوم په یقینی دول مسلمانان دی زمونږ ورونه دی او مونږ تول مسلمانان داسی یو لکه یو جسد اما هر کله چی دپاکستان دحکومت څخه داسلامی همدردی طمع کوو نو دلته تپوس داده چی ایا دپاکستان حکومت اسلامی او انسانی همدردی پیژنی؟ که پیژنی نو همدایی اسلامی همدردی وو او دیو مسلمان ګاوندیتوب مسولیت وو چی هر کله دافغانستان په مسلمانانو باندی د کافرو امریکایانو لخوا حملی شروع شو نو تول اکمالات یی دهمدوی دترانزیتی لیارو څخه وو هماغه دکانتینرونو کاروانونه به زمونږ مسلمانانو دوینی تویولو لپاره دهمدوی دنظر لاندی تیریدل او دوی یی دامنیت ساتلو وظیفه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x