افغانستان

کندز: قلعه زال ولسوالۍ سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۳۰مه ۱۳۹۵ل): د کندز ولایت قلعه زال ولسوالۍ له درېوو ورځو سختو جګړو وروسته بالآخره سقوط وکړ او د طالبانو لاس ته ولوېده.

نوموړې ولسوالۍ له څو ورځو راهیسې د طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې وه، شاوخوا پوستو یې سقوط کړی وه او یوازې د ولسوالۍ مرکزي ودانۍ د دولتي ځواکونو په لاس کې وې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د قلعه زال ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ټولې دفاعي پوستې يې نن ماښام په بشپړه توګه نیولي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې په ولسوالۍ کې يې په ۸ عرادې رینجرو سربېره ګڼې پوځي مهمات او نقلیه وسائل هم نیولي دي.

په کندز کې ځايي خبریالانو هم تایید کړې چې دولتي ځواکونه د قلعه زال ولسوالۍ څخه تښتېدلي او دا ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې.

د کندز ولایتي چارواکو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x