ریښتیا په افغانستان کې د جګړې شدت کم شوی؟

د سږ کال له پیله له څو استثنايي پیښو پر ته نور په مجموع کې د تیرو کلونو په پرتله د دولت او طالبانو ترمنځ د جګړو شدت تر ډیره بریده کم شوی.

دا وضعیت په ټوله کې د افغانانو لپاره چې له کلونو راهیسې د جګړو په اورکې سوځیږي یوه هیله بښونکې خبره ده.

خو امریکایان چې په افغانستان کې د بي ثباتي او نا امني اصلي عاملین دي هیڅکله نه غواړي په افغانستان کې سوله او ثبات تأمین شي.

د روانې اونۍ په پیل کې چې د امریکا د وسله وال پوځ لوی درستیز ډانفورد کابل ته په یوه ناڅاپي سفر راغی هلته یې د یوه مطبوعاتي کانفرانس په ترڅ کې وویل چې سږکال د تیرو کلونو په پرتله په افغانستان کې د دولتي ځواکونو په مقابل کې د طالبانو حملې کمې شوې .

د تعجب وړ خبره داده چې امریکایان له یوې خوا په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د پوځي عملیاتو د کموالي ادعاکوي خو له بلې خوا بیا همدوی په افغانستان کې د طالبانو په خلاف د هوايي بریدونو د زیات والي او امریکايي ځواکونو ته د مزیدو جنګي صلاحیتونو اعلانونه کوي.

اوس پوښتنه داده که واقعا د طالبانو په حملو کې کموالی راغلی وي نو بیا د طالبانو په خلاف د هوايي بریدونو شدت او همداراز د هغوی په مقابل کې امریکايي پوځیانو ته د مزیدو جنګي صلاحیتونو ورکول څه توجیه لري؟.

اصلا امریکایان غواړي د دغه ډول جګړه ییزو حرکاتو په ترسره کولو سره دلته د جګړې اور بل وساتي.

ځکه په ولسي ساحاتو باندې دطالبانو پرخلاف د ډرون الوتکو هوايي بریدونه او د هغوی په خلاف انتقام پاروونکې تحرکات طالبان مجبوروي چې په متقابل عمل لاس پوري کړي او په دې سره یو ځلې بیا په افغانستان کې جګړې او نا امنۍ زور واخلي.

که امریکایان واقعا په افغانستان کې د سولې پلویان وي نو باید د طالبانو د پوځي عملیاتو د کمښت په غبرګون کې خپل پوځي عملیات متوقف او جنګي صلاحیتونه محدود کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د