نړۍ

ترکيه کې د درې مياشتو لپاره بېړنی حالت اعلان شو

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، چنګاښ ۳۱مه ۱۳۹۵ل): تېره اونۍ ترکيه د ناکامې کودتا له هڅې وروسته ولسمشر رجب طيب اردوګان ترکيه کې د درې مياشتو لپاره بېړنی حالت اعلان کړی دی.

ولسمشر اردوګان انقره کې د يوې رسمي غونډې پر مهال دا اعلان وکړ او زياته يې کړه، چې دې سره به په کودتا کې د ککړو کسانو په نيولو کې مرسته وشي.

د بېړني حالت له اعلان سره سم به ولسمشر وکولای شي، چې د پارلمان له مداخلې او پرېکړې پرته قوانين عملي کړي او نوموړي ژمنه کړې، چې د بيړني حالت سربېره به دی د خپلو خلکو حقونه خوندي ساتي.

نوموړي په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د خپلې وينا پر مهال اعلان وکړ، چې د وسله‌والو ځواکونو له ليکو به «ټول وايرس وباسي.»

د اردوګان په وينا د بيړني حالت له اعلان سره به په کودتا کې ککړ د قانون منګولو ته وسپاري او د راتلونکي لپاره به د کودتا هڅې کوونکي او د ترکيې ولس دښمنانو د شومو کړنو مخنيوی وشي.

ولسمشر د کودتا د ناکامه کوونکو خلکو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې د دوی قربانۍ به د تل لپاره د تاريخ په پاڼو کې په زرينو کرښو ليکل شوي وي او هېڅکله به هېرې نه شي.

ښاغلي اردوګان  وويل، چې نور هېوادونه دې د ترکيې په کورنيو چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي «او موږ کولای شو، چې د خپل هېواد برخليک په خپله وټاکو.»

د جرمني بهرنيو چارو وزير فرينک والټر شټاين ماير په ترکيه کې د بېړني حالت د اعلان په غبرګون کې ويلي، چې بېړنی حالت د وروستي چانس په توګه کارول کيږي او تر هغو بايد وي، چې تر څو يې اړتيا ليدل کيږي.

نوموړي پر اردوګان غږ وکړ، چې دوی بايد يوازې په کودتا کې ککړ کسان محاکمه کړي، نه خپل ټول سياسي مخالفین.

بل پلو ترکي چارواکو د ناکامې کودتا په تور ۹۹ جنرالان هم نيولي دي.

اردوګان دغه جنرالان وروسته له هغې مجرمان وبلل، چې د ناکامې کودتا پر مهال د ولسمشر اردوګان وفادارو پوځي افسرانو تېره ورځ ولسمشر سره اوږده ناسته وکړه.

د ترکيې کورنيو چارو وزارت اعلان کړی، چې  د ټول هېواد پوهان، ژورنالېستان او ليکوالان نه شي کولای، چې تر يوې ځانګړې مودې له هېواده بهر سفر وکړي.

اردوګان نن په انقره کې د ملي امنيت د شورا غونډه راغوښتې او د ناکامې کودتا له پېښو وروسته حالاتو په اړه به «مهمې پرېکړې وکړي.»

ترکي رسنۍ وايي، چې له ناکامې پوځي کودتا وروسته ولسمشر د لومړي ځل لپاره د خپل هېواد لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو سره ناسته کوي.

د کودتا په تور تر اوسه د نيول شوو او دندو د ځنډول شوو کسانو شمېر تر پنځوس زرو رسېدلی دی.

په دغو کسانو کې د شپږ زرو پوځي افسرانو او عامو سرتېرو سربېره، د پوهنې وزارت ۳۷زره کارکوونکي او استادان، نږدې درې زره قاضيان شامل دي.

د بغاوت په تور نيول شوو کسانو کې له سلو زيات جنرالان هم شامل دي.

پر ناکامو کودتاچيانو تور دی، چې د بغاوت دغه هڅه يې د امريکا مېشتي فتح الله ګولن په ملاتړ او غوښتنه کړې ده.

ولسمشر اردوګان له امريکا غوښتي، چې د ناکامې کودتا لارښود او ملاتړی فتح الله ګولن دې ترکيې ته وسپاري، مګر ګولن تر اوسه په دغه کودتا کې د خپل لاس لرل ردوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x