افغانستان

تخار: طالبان د خواجه غار ولسوالۍ مرکز ته نیژدې شوي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، چنګاښ ۳۱مه ۱۳۹۵ل): طالبانو د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو څخه یو شمېر سیمي نیولی او جګړه لا روانه ده.

د یادوني وړ ده چې طالبانو تیره ورځ د کندز ولایت د قلعه زال ولسوالۍ هم په بشپړه توګه ونیوله.

د تخار امنیه قومندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر رسنیو ته ویلي چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه نن سهار ونښته چې تر اوسه په شدت سره روانه ده، او په ترڅ کې طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ پل مومن او ګورتپه سیمي نیولي او مخ په وړاندي روان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې په دغه سیمه کې ددوی «مجاهدینو» لوی عملیات پيل کړي دي او تر اوسه د پرمختګ په حال کې دی.

د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالخیل اسیر او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تر دا مهاله په جګړه کې د مرګ ژوبلي په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

بل خوا د خواجه غار ولسوالۍ ځايي اوسیدونکو رسنیو ته ویلي چې امنیتي ځواکونو ډیري پوستې طالبانو ته خوشي کړي او د تيښتي په حال کې دي.
دوی زیاتوي چې طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ مرکزي ښار ته ډیر نیژدې شوي، که یې عملیات همداسي روان وي، ډیر ژر به په ښار را ننوزي.

د خواجه غار ولسوالۍ تیر کال د طالبانو لاسته ورغلې وه خو وروسته یې خوشي کړه.

طالبانو یو ځل بیا د هیواد په شمالي ولایتونو کې عملیات ګړندي کړي چې په دې وروستیو کې د تخار ولایت د درقد، ینکي کلا، اشکمش ولسوالیو څخه هم د دوی د پرمختګونو خبرونه ورکړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x