نړۍ

د ترکیې علماء: د کودتاچیانو جنازې به نه اخیستل کیږي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، چنګاښ ۳۱مه ۱۳۹۵ل): په ترکیه کې د دیني چارو ستري کمیټې په یوه بیان کې ویلي چې د ناکامو کودتاچیانو جنازې به نه اخیستل کیږي او نه به د خفګان کوم مراسم باندي تر سره کیږي.

د وروستیو شمېرو سره سم د ناکامي کودتا په هڅه کې ۱۰۴ تنه کودتاچیان ووژل شوه.

بل خوا د کودتا پر ضد هڅو او لاریون کې ۲۰۴ ملکیان او نظامیان ووژل شوه چې د ترکیې حکومت ورته رسما د شهیدانو خطاب کړی او د ځینو په جنازو کې د ولسمشر رجب طیب اردګان په ګډن په زرګونو کسانو ګډون کړی وو.

د دیني چارو ستري کمیټې په خپل بیان کې ویلي «د کودتاچیانو پر مړو به جنازه نه کیږي، او نه به کوم ماتم باندي جوړیږي، ځکه چې دوی په خپلو غلطو کړنو نه یوازي د افرادو پر حقوقو تیری وکړ بلکي د ټول ولس پر حقوقو یې تیری وکړ، چې له امله یې د هیڅ دعا او لمانځه مستحق نه دي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x