شعـــــرونه

ته په وينو رنګ وې / ريحان

شاعر: کفایت الله ریحان

بـیـګا مـې خـوب کـې ولـیـدلـــې تـه پـه ویـنـو رنګ وی!
مـا هـم وړی سـلـګـې کـولـــــې تـه پـه ویـنـو رنګ وی!

جـانـانـه سـتا دلاس ټـوپـک بـــه زه هـمـیش ګرځوم
مـا دی پـه اوښـکـوکې لانـبلـــې تـه پـه ویـنـو رنګ وی!

هـغـه مـحـفـل مـو اوس یـتـیـم شــو ګـرانـه ته چې وی نو
سـتایـادګـارو تـه مـې ژړلــــــې تـه پـه ویـنـو رنګ وی!

دتـــــــن هـډوکـو تـه دی مـا پـه چـیغـو چیـغـو ژړل
تـا دجـنـت حـوري لـیـدلـــــــــې تـه پـه ویـنـو رنګ وی!

ســــتا د فـراق غـشـې مــې زړه بـانــدی قـطـار جوړکړی
تـه چـې لـه مـوږ جـدا کـیـدلــــې تـه پـه ویـنـو رنګ وی!

دمـزارڅـنـګ تـه دی کـفـایـت الله ریـحـان ژړیـږی
د ژونـد لـه کـوره دی وتـلـــــــې تـه پـه ویـنـو رنګ وی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x