شعـــــرونه

نعتیه کلام / فتحان حنفي

قلم مې واخیست د یو خاص صفت افضل لیکمه
د یو اعلا شخص شخصیت به لکه ګل لیکمه

هغه بشر دی چې بشر پرې بشریت موندلی
درست مخلوقاتو کې همدغه مکمل لیکمه

که انسانیت کې ذکر راشې د انسان د کردار
دغه انسان دانسانیت له صف اول لیکمه

ګلان یې کړي په بیابان کې تل صفت خپلو کې
دده صفت کې ټول ګلان ریحان سمبل لیکمه

ستر معتبر یې دي اخلاق، د شفقت سمبول دی
سپېڅلی نوم یې د زړه کور او په کوګل لیکمه

د آخرت په ستره ورځ به شفاعت کوي ګران
زه مې ژوندون تر مرګه پوري پرې وصل لیکمه

رب دې وموږ ته شفاعت او پاک دیدار نصیب کړي
دغه دعا رب ته په اوښکو مسلسل لیکمه

سردار دټولو انبیاؤ دي سرور د کونین
هر صحابي او هر مؤمن ته یې منزل لیکمه

که خداي(ج) کول چې په کوثر به راته جام راکوي
په ستر یقین دغه خبر په غټ تکل لیکمه

شي د حبیب په محبت دي خاتمه د فتحان
له بختورو، بختور به یې د ازل لیکمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x