شعـــــرونه

غزل / خدرخېل

غزل بول غوندې جانان مې زړه کې اوسي
يو عجيبه شان انسان مې زړه کې اوسي

تصور خو به مې خود سپرلی سپرلی وي
چې رنګین رنګین ګلان مې زړه کې اوسي

زه مئين يم په هر چا د چا لپاره
سم د میني یو جهان مې زړه کې اوسي

مړ به شمه خو له عشقه به وا نه وړم
داسي ټینګ قوي ايمان مې زړہ کې اوسي

غنمرنګ جانان مې دومره په ما ګران دی
لکه ګران افغانستان مې زړه کې اوسي

چې د یار ترڅنګ مې ژوند او هم مې مرګ وای
“خدرخېله” دا ارمان مې زړه کې اوسي

۱۳۹۱/۷/۷
ننګرهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x