ادبي لیکني

د رحمان بابا پيغام « دوهمه برخه »

کانديد اکاډميسن محمد صديق روهي

د رحمان بابا د ژوند فلسفه پر انتروپوسنتريزم (anthropocentrism) بنا شوې ده. دغه فلسفه انسان مرکز يا وروستۍ غايه ګڼي. په دې اساس د انسان مثل اعلی د خلقت د کمال تر ټولو لوی مظهر دی. په لومړي سر کې لاهوتي مينه به انسان کې تبلور مومي او بيا انساني مينه د لاهوتي مينې سرچينې ته ورګرځي.
هغه څه پوښتی له هجره له وصاله
چې پخپله هم محب شي هم محبوب
نو هغه فلسفه چې پر عشق بنا شوي وي په هغه کې د قوميت، عقيدې، جنس او طبقې پوښتنه نه طرح کيږي. رحمان بابا د قوميت پر ځای د فلانتروييزم اصل ته رجوع کوي:
بې له عشقه که مې عيب که مې هنر دی
مـــــا غوڅ کړی دی لــــه ځانه بل پيوند
زه عاشق يم سرو کار مې دی لــه عشقه
نـــه خــــــليل، نه داؤدزی يم، نــه مهمند
د عشق په لوړه مرتبه کې د عقيدې او مذهبت اختلاف په حساب کې نه نيول کيږي او د حضرت مولينا جلال الدين بلخي خبره، په دغه مقام کې موسی او فرعون سره پخلا کیږي:
عاشقان د سپين رخسار د تورو زلفو
څــــــه پروا لــــري د کفر، د اسلام
دا څلـــور واړه مذهبـــــــــه سره يو دي
مـــــــــا و تا پکې پيدا کـــــــــړ اختلاف
د همــــه واړو ملکونو څښتن خدای دی
که دوزخ دی، که جنت دی، که اعراف
شهيدان نه دي هغه خــــون فروشان دي
چــــې خونې ته خـــون بهانه کا معاف
د رحمان بابا د بشر دوستۍ دغه وروستۍ مفکوره عبدالقادر خان خټک په ډير ښه شان سره پاللي ده، لکه چې وايي:
چې سبب يې د د دوزخ، زما کشتن وي
بيا دې نه مــــــومــــــم دا هسې شهادت
دغه مفکوره د بشردوستۍ ډير لوړ مظهر دی. د انسانيت په دغه عالي مقام کې د ځان او د بل توپير له منځه ځي:
واړه د خـــــپل ځــــان په نظرګوره که دانا يې
اې عبدالرحمانه درست جهان عبدالرحمان دی
په بل ځای کې وايي:
که ښيښه د نام او ننګ دې شي تر څنګه
د هر چا په کجروۍ به خپل ځيګر خورې
په دې ترتيب رحمان بابا د ګمراهانو او کجروانو په وړاندې د دښمنۍ او کسات اخيستلو په ځای هغو ته د زړه سوي او ترحم په نظر ګوري. په دغه ډول تفکر کې تشدد، انتقام، نفرت او کينه ګنجايش نه لري، بلکې د هغو په ځای د تشويق، تربيې، تهذيب او تصفيې له ميتود څخه کار اخلي او په دې توګه په انسان کې حيواني عادات له مينځه وړي:
په آدم کې د حيوان خويونه هم شته
بيا هالــــه يې آدم بوله چې آدم شي
هماغسې چې رحمان بابا بل انسان سره دښمني نه کوي، د بل چا د دښمنۍ پروا هم نه لري.
د دښمن په دښمنۍ مې خندا کيږي
لکــه شمع د مقراض له خصومته
دغه ډول اخلاق تر زياتې اندازې د تصوف او عرفان له ملک سره اړه لري. خو زما په عقيده د رحمان بابا په شعر کې سيستماتيک عرفاني مشرب نه ليدل کيږي. کيدای شي چې په اصل کې متصوف او لکه خلک چې وايي مجذوب هم و، خو که پر ده باندې د هغه د شعر له مخې قضاوت وکړو نو رحمان بابا په عمده توګه يو مورليست شاعر و. ښايي ده به د افغانانو د برداشت او زغم په اندازه خبرې کړې وي. رحمان بابا په يقيني ډول د يوه اجتماعي مصلح په توګه د خپل قوم د معنوياتو روزلو ته متوجه و، لکه چې وايي:
چـــــــــې کشور د افغانانــــــــو معطر شي
د هر بيت مصرع مې زلفې د خوبان کړې
رحمان بابا د تصوفي افکارو د څرګندولو په برخه کې په کافي اندازه له احتياط نه کار اخلي:
ګوره د منصور هسې په دار نشې رحمانه
مه کړه دا د عشق خبرې مستې رندانه
ښايي د دغه احتياط عمده دليل به دا وي چې د پښتو تصوفي شعرونه له دې مخکې زياتره روښاني شاعرانو ويلي دي چې په هغو باندې د قشريونو له خوا د کفر، ضلالت او بدعت ټاپې لګيدلې وې. نو د دې د پاره چې رحمان بابا د خلکو زړونو ته لاره پيدا کړي، د خپل فکر او عقيدې د بيانولو د پاره داسې ژبه استعمالوي چې منکر پرې اعتراض نشي کولی او باريک بين خلک د ظاهري الفاظو تر شا باطني اسرارو ته متوجه کيږي. سره له دې د رحمان بابا په اشعارو کې ځای په ځای عرفاني افکار په څرګندو الفاظو بیان شوي دي چې څو مثالونه يې دلته وړاندې کيږي:
هيڅ يې مه پوښته له فرضو له واجبو
په هغو چې عاشقي کړه خدای واجبه
دغه بيت د عرفان له نظره ډير تفصيل غواړي. بايزيد روښان په خيرالبيان کې دغه موضوع په وضاحت سره بيان کړې ده. د روښان په نظر کله چې انسان د نفس د تزکيې او د زړه د تصفيې په اثر د سلوک مقامونه طی کړي او د وحدت مقام ته ورسي نو له ده نه عبادت ساقط شي ځکه چې عبادت چا ته کا.
د رحمان بابا په باره کې يو داسې روايت هم شته چې هغه په یوه وخت کې انزوا غوره کړې وه او د جذب يا سکر په حالت ترې لمونځونه پاتي شوي وو. هغه و چې ملايانو پرې د تکفير حکم صادر کړ. ځينو دوستانو چې دغه وضع ولیده رحمان بابا يې مجبور کړ چې د انزوا حالت پريږدي او د لمانځه د ادا کولو لپاره جومات ته ولاړ شي.
د رحمان بابا په تصوفي شعرونو کې حتی د وحدت الوجود او وحدت الشهود سرحدونه هم په څرګند ډول ځان نه ښکاره کوي. دا لاندې بيتونه وګورئ:
چې مې ستا د جمال عکس دی ليدلی په خپل ځان کې
هم په دا د آئينې په څــــــېر حيران دی زمـــــــا روح
کــــــه وي هم به تا څخـــــــــه وي که خدای کاندي
نه دی بلـــه خــــــــــــوا ته تللی زمـــــــــــــــا روح
هيڅ په سترګو نه وينم دا خپل صورت چې کوم دی
‌ ډوب تر هسې حـــــــــده په انوار يم ستا د مـــــــــخ
اوس ته وايه چــــــې پــه څــــــه رنګ دې وستايم
زه خـــــــــــو ستا په مينه ولاړم لــــــــــه شعوره
پورته بدر راښکاره شو ښکتـــــــــــه لمـــــــــــر
ښکتــــــه پورتـــــــــــــــــــه واړه مخ دی د دلبر
دغه پورتني بيتونه د عوامو په نظر د مجازي عشق خبرې دي اما خواص يې د قرينې له مخې معلوموي چې د دغو مجازي خبرو تر شا نورې اشارې شته. د رحمان بابا په شعر کې د سوز او ګداز او شور او جذبې څخه معلوميږي چې د هغه عشق رحماني او کلام يې الهامي دي.
د رحمان و سوزان شعر ته حيران يم
چې يې اور بل شوی نه دی په ديوان
د رحمان بابا شعر د بشريت د وجدان آواز دی. هغه لطف، خوند، ښکلا او درد چې د رحمان بابا په شعر کې نغښتی دی او هغه سوز او جذبه چې د ده په بې تکلفه بيان کې ليدل کيږي د پښتو ژبې په نورو اشعارو کې ساری نه لري او له همدې امله رحمان بابا ته لسان اللغيب هم ويلی شی. د رحمان بابا پيغام هماغه د عارفانو او صوفيانو پيغام دی. يا په بله ژبه د ده پيغام د عصر روح دی چې د پښتو شعر په کالبوت کې د پښتني سايکالوجۍ او کرکټر په کالبوت کې اچول شوی دی.
ښايي د لوستونکي او يا اوريدونکي په خيال کې دا پوښتنه وګرزي چې پښتون خو په اصل کې تورزن او په دنيوي چارو مين سړی دی په داسې حال کې چې رحمان بابا د دې په خلاف، د ترک دنيا، ګوښه نشينۍ او صلح کل خبرې کوي او د قدرت خاوندان تر درويشانو او صوفيانو صدقه کوي.
دا خبره تر يوې اندازې درسته ده خو مخکې چې اشاره ورته وشوه د رحمان بابا شعر د ځوريدلي او خوار او پريشان ولس د پاره د تسلی او تسکين وسيله ده. پښتانه د نړۍ د ډيرو نيستمنو قومونو په کتار کې راځي او اکثر خلک يې په خوارۍ او مشقت ژوند تيروي. رحمان بابا د اکثرو پښتنو ژوند په دې توګه تصوير کړی دی: (بيتونه انتخابي دي مسلسل نه دي راغلي).
هر چې کشت يې په باران او په سيلاب وي
د هغـــــــو عمـــــــــر به واړه په عذاب وي
هغه ملک چې په کې سيند او رود بار نه وي
دهقانان به يې همه خــــــــــانه خـــراب وي
و اسمــان ته به يې سترګې وي ختلــــــــــي
د باران لــــــه انتظاره به بې ځــــواب وي
هميشه لــــــه خدايه خواست د اوبو کاندي
که يې چيرې خواست په عمر مستجاب وي
لکــه تل يې چې په زوږ د اوبو غوږ وي
هومره غوږ يې نه په چنګ نه په رباب وي
کـــه همـــه عمـــــر باران ورباندې اوري
لا ګرمي يې په صورت کې د آفتاب وي
د اوبـــــو لـــــــــه ډيرې ډيرې قيمتۍ نه
لرګی لوښی يې مردار په منجلاب وي
فرق د پاکـــــو او ناپاکو اوبو نه کړي
کــــه اوبه يې ګډې وډې په پشاب وي
د اوبو په غلا چې ورشي نه جار وزي
کــــــه ساکن د خــانقاه او د محراب وي
د اوبو په ويش چې ورشي انصاف نه کا
کــــــه په يې لاس ورقونه د کتاب وي
د اوبــو ثواب يې نه کيږي لــــــه لاسه
که په ګوټ اوبو يې عين د حج ثواب وي
د للمـــې سړي په مخ کې آب وي چرې
هغه خلق چې بې آب وي خو بې آب وي
چې اشراف د هسې خرسو په لاس کښيوزي
ترو خلاصی به بې له خونه په کوم باب وي
هسې رزق دې خـــــدای هيچا لره ورنه کا
که په رزق د چا په هسې رنګ آسياب وي
تر دا هسې زميندارو هغـــــــــــه ښه دی
چـــــــې نوکر د يوه تور کافر کلاب وي
نوکـــــــري د يوه سپي ورلــــره ښه ده
هغه پريږده چې لا نوم يې د نواب وي
د خشکی له غمه قوم د رحمان خوښ دی
کــــــه رفتن يې لــه جهانه په شتاب وي
له دې پورته بيتونو څخه په آسانۍ سره پوهيدای شو چې نه يوازې رحمان، بلکی د رحمان قوم هم له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ و. د ده شعرونه له دغسې شرايطو څخه الهام اخلي او په همدې سبب له سوز او درد نه ډک دي او پښتانه د زړه درد په سوده کوي.
ښايي دا پوښتنه وشي چې رحمان بابا ولې خپل قوم د خارجي يرغلګرو او داخلي استثمارګرانو پر ضد مبارزې ته نه دی رابللی. د دې پوښتنې په ځواب کې بايد وويل شي چې له خوشحال خان خټک پرته چې هغه يو ستر سیاسي مفکر او استثنايي شخصيت و، په کلاسيک شعر کې د قوميت احساس، نيشنليزم او طبقاتي مبارزه آګاهانه او سيستماتيک شکل نه غوره کوي ځکه چې نيشنلزم او طبقاتي مبارزه د اوسني دور نظريات دي. د رحمان بابا په شان شاعرانو به داسې ګڼله چې د يوه پاچا پر ځای د بل پاچا مينځ ته راتلل د خلکو په سرنوشت باندې چنداني اغيزه نه لري. د دې د پاره چې د خلکو په ژوند کې عمده بدلون راشي بايد هر انسان د خپل نفس تزکيې ته پاملرنه وکړي. بشر دوستي او له نفسي اغراضو سره مبارزه د نجات بهترينه لاره ده.
تر ډيره وخته زموږ د ټولنې روشنفکرانو داسې فکر کاوه چې اخلاق د سياسي سيستم په بدليدو سره تغيير کوي او د رحمان بابا په شان صوفيانه نصيحتونه د چا په درد نه خوري، خو اوس دا ثابته شوه چې اخلاقي روزنه د هر عصر او هر ډول سياسي او ټولنيز نظام د پاره حتمي او لازمي ده. د سياسي نظام په بدليدو سره اخلاق او فرهنګ په اتوماتيک ډول تغيير نه کوي. بشردوستي د نفس تزکيه، له شخصي اغراضو نه په څنګ کېدل او د انسانيت د پاره قرباني ورکول د انسان هميشنۍ وظيفه ده. پخوا له دې چې انسان پر نورو غلبه وکړي لومړی بايد پر خپل نفس او شخصي اغراضو غلبه وکړي. دا دی د رحمان بابا پيغام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x