هر کس د بریالیتوب وړتیا لري

ژباړن:محمداکبر حقمل

هر کس د بریالیتوب وړتیا لري اما ډيری کسان له خپل پټ استعداد څخه اوس هم نه دي خبر

۱هېره نه کړئ، چې تاسو د یوې داسې ذاتي وړتیا سره یو ځای پیدا شوي یاست، چې د هرې موخې کومې مو، چې د خپل ځان لپاره رسم یا جوړې کړې دي د فتح کولو وړتیا لرئ. آیا په ریښتینې بڼه څه کارونه سرته رسول غواړئ؟ ترڅو څه ولرئ؟ او یا کوم ځای ته ورسېږئ؟

۲کومې کړنې تاسو ته د شتون او شخصیت احساس درکوي؟

۳نن مو خپل کاري او شخصي ژوند ته پام وکړئ او وګورئ، چې ستاسو فکرونو تاسو ته څه ډول نړۍ جوړه کړې ده. کوم کار باید سرته ورسوئ او یا کوم اړین بدلون ته اړتیا وینئ؟
۴کومو څیزونو مو د فکرونو او ورځنیو خبرو حجم یا زیاته برخه ځان ته اړولې ده؟ (دا، چې څه غواړئ او څه نه غواړئ؟)

۵د خپل ژوند تر ټولو غوره موخو ته د رسېدلو لپاره باید کومې قربانۍ ورکړئ؟

۶لومړنی کار، چې باید ډېر ژر یې د پورتنیو پوښتنو په ځواب کې سرته ورسوئ څه دی؟

پورتینو پوښتنو ته په ځیر سره غوره ځواب ورکړئ، کومه تشه، چې لرئ ډکه یې کړئ او په ځان کې اړین بدلونونه راولئ ځکه بیا یادونه کوم انسان پټ استعدادونه لري. په انسان کې د انسان د پیدايښت سره یو ځای داسې ذاتي استعدادونه خلق یا پیدا شوي دي، چې د هرې ستونزې حل ګرځېدلای شي او موخې ته د رسېدو په لاره کې د هر خند د لرې کولو لامل ګرځېدلای شي. کېدای شي په تاسو لوستونکو کې داسې کسان شتون ولري، چې خپل ځان کم احساسوي او داسې فکر لري، چې ګواکي دی نشي کولای د بریالیو کسانو په څېر بریالی شي خو نه نه داسې نه ده هر کس د هر کار کولو وړتیا لري اما په هغه صورت کې، چې پیاوړی عزم ولري او ژر ماتې مننونکی ونه اوسي یعنې آسانه ډول ماتې ونه مني.

هرکس بریالی کېدای شي ځکه هر کس د پټو استعدادي پیاوړتیاوو څښتن دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د