ټولنیزه برخه

د یوازیتوب جادو

(د براین ټریسي د لنډو لیکنو د لړۍ څخه)
لیکنه: براین ټریسي
ژباړه: مشتاق رحیم

په هر عصر کې سترو سړیو او میرمنو په دوامداره توګه د یوازیتوب تمرین کړې- دوي دا زدکړي چې څنګه د چوپتیا له لارې خپل ماغزه په ځاې ودروي او خپل تحت الشعور ځواک څخه په کار اخیستنې خپلو پوښتنو ته ځواب ومومي –
په دغه لیکنه کې به تاسې دا زده کړئ چې څنګه ژر تر ژره دا حیرانونکې تخنیک په کار واچوئ او د خپل ژوند داخلي او باندنې کیفیت ښه کړئ-

د یوازیتوب جادو

ستاسې احساس ستاسې د مغزو د داخلي ځواک ته د ننوتو لومړۍ نقطه ده- د خپلو احساساتو سره د اړیکې نیونې په پروسه کې له ټولو مهم کار په دوامداره توګه د یوازیتوب تمرین کول دي- یوازیتوب له هغه لړ کارونو چې تاسې یې کوئ له ټولو پیاوړې کار دې- هغه نارینه او ښځه چې دغه کار په سمه او دوامداره توګه ترسره کوي به په خپل ژوند کې د حیرانونکي بدلون ننداره کونکي وي- 

ډیرو خلکو کله هم د یوازیتوب تمرین نه دې کړې- ډیر خلک په ټول عمر کله هم یوازې او چوپ نه دي ناست- ډیر خلک د یو څه کولو په بوختیا کې ډیر بوخت وي (آن د تلویزون په لیدو کې) چې دا ورته ډیر غیر عادي وي چې قصدا پرته له څه کولو اوزګار کیني- خو کیتهرین پونډر واي چې نارینه او ښځې د ستروالي په لور مزل هغه مهال پیل کوي کله چې دوي یوازې پاتې کیدو دپاره وخت اوباسي، کله چې دوي یوازیتوب تمرین کول پیل کړي- او دلته تاسې ته د دغه کار د کولو طریقه ښودل کیږي-

که غواړئ چې د یوازیتوب له وخته پوره ګټه پورته کړئ نو اړینه ده چې کم تر کمه په یو وار له ۳۰ څخه تر ۶۰ دقیقو غلي کینئ- که مو دغه کار مخکې نه وي کړې، نو ستاسې لومړی ۲۵ دقیقې به په دې ولګیږي چې ځان له نا ارامۍ او له اخوا دیخوا خوځیدو خلاص کړئ- تاسې به اړ یاست چې په فزیکي ډول ځان په خپله چوکۍ ټینګ کړئ- تاسې به د ودریدو او د یو څه کولو نه غلې کیدونکې میل ولرئ- خو تاسې باید ځان ټینګ کړئ- 

یوازیتوب دپاره پکار ده چې تاسې کم تر کمه تر ۳۰ دقیقو دپاره غلي کینئ، بیخي نیغ، ملا او سر نیغ، سترګې خلاصې، پرته له سګریټو، خواږو، د لیکلو اړونده توکو، موسیقۍ او بل هر ډول مداخلې- یو ساعت به لا ښه وي-

ځان پوره هوسا او ارام کړئ، او اوږدې ساه ګانې واخلئ- خپل ذهن ته د غوړیدو او بهیدو اجازه ورکړئ-د یو بل څه په اړه د فکر کولو څخه ځان قصدا و ساتئ- څومره چې ډیر خپل ذهن د فکر کولو ساتئ همدومره دا ښه کار کوي- پس له ۲۰ یا ۲۵ دقیقو به تاسې خورا ډیر ځان ارام احساس کړئ- تاسې به خپل ځان او مغذو په لور د ځواک او انرژۍ د بهیدو بهیر تجربه کړئ- 

تاسې به د ښه والي یو عجب احساس ولرئ- دغه مهال تاسې به چمتو یاست چې د فکر کولو دغه لحظو څخه پوره ګټه پورته کړئ-

د مفکورو سیند

که یوازیتوب په سم ډول ترسره شي نو په دې کې اریانونکي څه دا دي چې دا کابو سل سلنه سمه پایله ورکوي- کله چې تاسې هلته ناست یاست، د مفکورو یوه داره، یو سیند به ستاسې له مغزو تیر شي- تاسې به د بې شمیره موضوعګانو په اړه د یو ناکنترول شوي شعور په بهیر کې فکر وکړئ-

د خپل یوازیتوب پر مهال به په یو ځانګړي وخت کې تاسې ته د خپلو ټولو لویو ستونزو په اړه ځوابونه په ارامه او واضحه ډول مخې ته درشي، لکه یوه کشتۍ چې د یو ولاړو اوبو ډنډ ته په ارامه رسیږي- هغه ځواب چې تاسې یې په لټه کې یاست به تاسې ته ډیر واضحه مخې ته درشي، او دا به درته دومره سم معلوم شي چې تاسې به ژور د مننې او قناعت احساس تجربه کړئ- 

په ځان باور کول

کله چې تاسې له دغه چوپتیا له مهاله را پورته کیږئ نو باید بیخي هماغه څه وکړئ کوم چې مخې ته درغلي- کیدې شي دا د یو انساني حالت سره د ماملې په اړه وي- دا کیدې شي د یو څه د پیل کولو او یا هم پریښودو په اړه وي- دا چې هر څه وي، کله چې تاسې هغه لارښونه، چې د یوازیتوب پرمهال مو ترلاسه کړې وه، تعقیبوئ نو دا به بیخي د یو څه کولو سمه لار وي- هر څه به سم وي- او دا به ډیرې وخت تر ډیره بریده له هغه څه چې تاسې انګیرله ښه پایله ورکړي- یو وارې یې تجربه کړئ او وګورئ- 

تاسې باید پر ځان باور کول زده کړئ- تاسې باید ځان ته غوږ نیونې او بیا پر هغې د عمل کولو عادت پیاوړې کړئ-

عملي تمرین

د وړاندې کړې شویو لارښونو په چټکتیا د پلي کولو دپاره تاسې ته دلته درې ګامه وړاندې کیږي:

لومړې، یو ځانګړې ځاې او وخت وټاکئ او پوره یو ساعت دپاره یوازیتوب تمرین کړئ- دا مه ځنډوئ-

دویم، د لنډ وخت دپاره د ورځې په اوږدو کې د چوپتیا او یوزایتوب دپاره وخت وباسئ، په ځانګړي ډول هغه مهال چې د ستونزو او مسولیتونو له کبله ډیر فشار احساسوئ-

دریم، د هغو مفکورو او بصیرت په اړه چې د یوازیتوب په اړه مو ترلاسه کړې چټک اقدام وکړئ- یوه ښه مفکوره تاسې له میاشتو او کلونو د سخت کار څخه خلاصولې شي- باور ډیر مهم دې-

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x