دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۱۲برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

په هندو مذهب کې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وړاند وينې

۱- وړاندوینه:

هغه د ټولو علومو سرچنې نه ده، احمد صلی الله علیه وسلم یو عظیم ترین شخصیت دی، دی د روښانه لمر په شان دی چې تاریکۍ لیرې کوي، له ده څخه بله د خلاصون لاره نشته. [1]

۲- وړاندوینه: [2]

احمد صلی الله علیه وسلم تر ټولو لومړی قرباني ورکړه او د لمر په څېر شو.

۳- وړاندوینه:

په دغه وخت کې به محمد صلی الله علیه وسلم له خپلو پیروانو سره راشي او ده ته به وویل شي: ای دریګستان اوسېدونکیه! ای شیطان ته ماته ورکونکیه! د معجزو خاوند ېې، د بدو څخه پاک ېې، پر حق ېې او باخبره ېې، او د خدای په عشق کې ډوب ېې. [3]

۴- وړاندوینه:

د محمد صلی الله علیه وسلم له کبله به تاریکۍ ختمې شي او د حکمت لمر به راوخیږي.[4]

 

۵- وړاندوینه:

خلکو واورئ! د نراشنس (محمدصلی الله علیه وسلم) به د خلکو په منځ کې ډېر تعریف کیږي. [5]

۶- وړاندوینه:

ای محمدصلی الله علیه وسلم! خوږه ژبه درلودونکې !زه ستادقربانیوله کبله تاوسیله ګرځوم.[6]

۷- وړاندوینه:

مامحمد صلی الله علیه وسلم لیدلی دی، تر ټولو اولوالعزم دی، تر ټولو زیات مشهور دی . [7]

۸- وړاندوینه:

ای خلکو واورئ! حضرت محمدصلی الله علیه وسلم به د خلکو په منځ کې مبعوث شي، هغه به پر اوښ باندې سپریږي، عظمت به یې تر اسمانو پوری رسیدلی وي. [8]

۹- وړاندوینه:

احمد صلی الله علیه وسلم د خپل رب څخه له حکمته ډک شریعت لاسته راوړی، د لمر په شان روښانه دی. [9]

۱۰ وړاندوینه:

دی خاتم دی. [10]

۱۱- وړاند وینه:

کالـــکې او تـــــار څوک دی؟

لیکوال : آی . ایچ . مغول
ژباړن : نثار احمد صمد

په هند کې چاپ شوي کتاب « کالکې او تارا » په نړۍ کی یوه لړزه او هنګامه را پیدا کړې ده . په دې کتاب کې ویل شوي دي چې د هندوانو په مذهبي کتابو کې چې د کالکې اوتار کومه یادونه شوې ده ، هغه وروستی رسول حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی .

که د دې کتاب لیکوال کوم مسلمان وای، نو تر اوسه به په جېل کې بندي وای او پر دغه کتاب به بندیز لګېدلی وای؛ خو د دې کتاب لیکوال « پنډت وید پرکاش » یو برهمن هندو دی چې د الله آباد پوهنتون علمی غړی دی . دی د سنسکریت ژبی مشهور څیړونکی او پوهاند دی . ده خپله دغه څیړنه د هیواد اتو مشهورو څیړونکو پنډتانو ته وړاندې کړه چې هر یو په خپله خپله څانګه کې مستند او مدلل پیژندل کیږي . نوموړو پنډتانو په ډیر غور د دې کتاب تر مطالعې او څیړنې وروسته ومنله، چې په کتاب کی وړاندی شوي حوالې مستندې او مؤثقې دي . هغوی د خپلې څیړنې عنوان « کالکې اوتار » یعنې د ټول کاینات لارښوونکی وټاکه .

د هندوانو په مهمو دیني کتابو کې د یو ستر لارښوونکي ذکر شوی دی چې (کالکې اوتار) یې بولي او د هغه څخه مطلب حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی چې په مکه کې پیدا شوی دی . فلهذا ، ټول هندوان چې په هر ځای کې اوسیږی ، باید نور نو کوم « کالکې اوتار » ته منتظر نشي؛ باید اسلام قبول کړي او د وروستي رسول (ص) پر پل رهي شي چې ډیر پخوا د خپل ماموریت او رسالت تر بشپړولو وروسته له نړۍ څخه کوچېدلی دی .

پنډت وید پرکاش د خپلې دغې ادعا د دلیل له پاره د هندوانو د مذهبي کتاب (وید) لاندینۍ حوالې په دلایلو سره وړاندې کړي دي .

۱ـ (وید) په کتاب کې لیکلي دي چې (کالکې اوتار) به د بګوان له خوا وروستی لارښوونکی وي چې ټولې نړۍ ته به لارښوونه کوي . پنډت وید پرکاش د دغو کلماتو تر په ذکر کولو او حوالو وروسته وایي چې دا یواځې د محمد صلی الله علیه وسلم په هکله صدق کوی .

۲ ـ د دې هندو دینی کتاب د وړاندوینې له مخې به «کالکې اوتار» په یوه ټاپو (جزیره) کې زوکیږی . خو دا هماغه عربي سیمه ده چې «جزیرة العرب» نومیږی .

۳ ـ په همدې سپېڅلي کتاب کې لیکل شوي دي چې د «کالکې اوتار» د پلار نوم به «وشنو بهګت» او د مور نوم به یې «سومانب» وی . په سنسکریت ژبه کې «وشنو» د خدای په معناوو سره استعمالیږی او «بهګت» د غلام او بنده په معنی دی . لکه څنګه چې په عربي ژبه کې د «وشنو بهګت» معنی او مفهوم د الله بنده یعنې «عبدالله» دی . همدا راز، په سنسکریت ژبه کې د «سومانب»  مطلب امن دی چې په عربي ژبه کې به «آمنه» شي . موږ ګورو چې د وروستي رسول (ص) د پلار نوم عبدالله او د مور نوم آمنه دی .

۴ ـ «وید» په کتاب کې لیکلي دي چې «کالکې اوتار» به زیتون او خرما استعمالوي . دا دواړه میوې د رسول الله (ص) خوښې وې . «وید» زیاتوي چې هغه به په قول کی رښتین او امین وي. نو لکه چې معلومه ده ، په مکه کي د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له پاره د صادق او امین لقب استعمالېده .

۵ ـ د «وید» له مخې به کالکې اوتار د خپلی منطقې د عزتمن کهول او ټبر څخه وي . او دا هم د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په باره کې صحیح ثابتیږي . هغه دا چې رسول الله (ص) د عزتمنو قریشو ټبر څخه ؤ چې په مکه کې تر ټولو زیات محترم قوم ؤ .

۶ ـ زموږ کتاب وایي چې بګوان به «کالکې اوتار» ته د خپل خاص استازي په واسطه په یو غار کې ښوونه وکړي . په دې ارتباط هم دا ثابته ده چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په مکه کی هغه یوازینی شخصیت دی چې د حِرا په غار کې یې د خپلی ځانګړي پرښتې یعنی جبرایل (ع) په واسطه تعلیم ورکړ .

۷ ـ زموږ د بنسټیزې عقیدې له مخې به بګوان «کالکې اوتار» ته تر ټولو خورا ګړندی آس عطا کړي چې پر هغه به سپور شي او د ځمکی او اوو آسمانو سفر به په وکړي . نو آیا د حضرت محمد (ص) له خوا «معراج ته پر بُراق باندی سفر» همدا نه ثابتوي ؟

۸ ـ موږ په دې عقیده او یقین یو چې بګوان به د «کالکې اوتار» ډیره مرسته وکړي او هغه ته به ډیر قوت عطا کړي. موږ پوهیږو چې د بدر په جنګ کې الله تعالی د محمد (ص) سره د ملایکو په ذریعه کومک وکړ .

۹ ـ زموږ د ټولو مذهبي کتابو له مخې به «کالکې او تار» په آس سپرلۍ، غشي ویشتلو او توره وهلو کې ماهر وی .

نوربیا…

[1] (یجروید: ۳۱- ۱۸)

[2] (رګ وید ۸- ۶- ۱۰۷۹)

[3] (۱۶- ۵ اشلوک)

[4]  (شری مدبهاګوت مهاتم پران ۲- ۷۶)

[5] (اتروید ۱- ۱۲۷۲۰)

[6] (رګ وید۱/ ۱۳ /۳)

[7] (رګ وید ۱/ ۱۸/ ۹)

[8] (اتروید کنډر۲۰ سکته ۱۲۷ منتر ۳، ۲، ۱)

[9] (سام وید پاټک ۳ رشتی ۳ منتر ۸)

[10] (رګ وید منتر ۱- ۱۶۳- ۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x