
لس ګټورې خبرې
ژباړه او زیاتونه: محمد شفیع ظاهر
١- دنړۍ تر ټولو ویرونکی ځای ستاسې ذهن دی
٢- عمل اوسی نه عکس العمل، غږ اوسی نه د غږ انعکاس
٣- دخپل وجود ساتونکي په خپله و اوسی ځکه خپل وجود مو هغه ځای دی چې ټول عمر هلته ژوند کوی
٤- اجازه مه ورکوی چې د نور رفتار او کړنې د تاسې داخلي او ذهني آرمتیا له منځه ویسي
٥- خپل ځان دبل چا ځای ګڼل ، د ځان بې معنا او بې ارزښته ګڼل دي نو تل کوښښ وکړه چې ځان ته تر بل هرچا زیات ارزښت ورکړې
٦- دتاسې ارزښت د تاسې سره دنورو رفتار او کړه وړه نشي تعینولی دتا خپل کړه وړه او رفتار تاته ارزښت در کولی شي ، نه دنورو کړه وړه او رفتار تاسره
٧- که چا کوم یو اشتباه او ناوړه کار تر سره کړ، نو په یوې اشتباه سره دهغه کس ټول ښه کارونه هېر ول دتا ترټولو ستره اشتباه ده نه دهغه کس
٨- قهرمان کېدل او قهرمان اوسېدل یعنې په خپل ځان ایمان او باور درلودل داچې بل څوک په تاسې دا باور او ايمان لري او که نه دا مهمه نه ده
٩- هغه کسان چې په خپل تېر ژوند کې اوسیږي ، هغوی خپله راتلونکې په همغه تېر ژوند ته ځانګړې او محدودوي تېر هېر کړه نن د نوي ژوند نوی پیل دی ښه یا بد دا تا پورې اړه لري
١٠- دموږ له ډلې هېڅ یو له اوله دنیا ته بایلونکی او ګټونکی نه دی راغلی موږ هر یو په خپله انتخاب کونکي نړۍ ته راغلي دا چې ګټل انتخابوو ، یا بایلل خپل کار مو دی