افغانستان

پر ستري محکمې بریدګره میرمن وژل شوې

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، چنګاښ ۳۱مه ۱۳۹۵ل): نن له غرمي مخکې یوې میرمني د کلاشنکوف په واسطه پر ستري محکمې برید کړی خو د چارواکو په وینا چاته په کي زیان نه دی رسیدلی.

د کابل امنیي قومندانۍ چارواکو رسنیو ته ویلي چې نن له غرمې مخکې یوې ښځي د کلاشنکوف څخه په استفادې پر سترې محکمې برید وکړ.

د جنائي څیړنو رئیس فریدون عبیدي رسنیو ته ویلي چې دغه وسلواله ښځه د کابل مسعود څلور لاري ته څیرمه ستري محکمې ته ننوتلې او هلته یې ډزي کړي، چې په جوابي ډزو کې دا هم د پولیسو له لوري وژل شوې او جسد یې عدلي طب ته د نورو څیړنو لپاره لیږل شوی.

تر اوسه د پيښي مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی او نه هم مالومه شوې چې دغه ښځي ولي په دغه سي یو کار لاس پوري کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x